افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي
درېیو مرستندویه سرچینو د دوشنبې په ورځ "اې ایف پي" (AFP) خبري اژانس ته ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت محتسبینو د ایران او افغانستان پولې ته نږدې شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د دې لپاره نیولي چې ږیرې یې پوره اوږدې نه وې.
د طالبانو محتسبینو شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د "لنډو ږیرو" له امله نیولي دي
The Taliban government's morality police

درېیو مرستندویه سرچینو د دوشنبې په ورځ "اې ایف پي" (AFP) خبري اژانس ته ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت محتسبینو د ایران او افغانستان پولې ته نږدې شاوخوا ۲۰ تنه مرستندویه کارکوونکي د دې لپاره نیولي چې ږیرې یې پوره اوږدې نه وې.

په کابل کې طالب چارواکي د اسلامي شریعت له خپل ځانګړي تفسیر سره سم حکومت کوي او ویلي یې دي چې د نارینه وو ږیرې باید له یوې منګولې څخه زیاتې وي.

د هغو داخلي اعلامیو له مخې چې د دوو مرستندویه کارکوونکو لخوا د امنیتي اندېښنو له امله په پټه شریکې شوې دي، دغه کسان د شنبې په ورځ د اسلام کلا سرحدي بندر ته نږدې په هغو ادارو کې پر کار بوخت وو چې له ملګرو ملتونو سره همکاري کوي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په یوه داخلي اعلامیه کې ویل شوي: "د امربالمعروف محتسبینو د اسلام کلا په کمپ کې د ملګرو ملتونو د همکارو موسسو سیمه ییز نارینه کارکوونکي د ږیرو د لنډولو یا خریل له امله نیولي وو." اعلامیه زیاتوي چې ځینې دغه کارکوونکي په هماغه ورځ او پاتې نور یې بله ورځ خوشې شوي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په دې اړه له تبصرې ډډه کړې، خو په هرات ولایت کې د دې ادارې یوه مسؤل، ضیاء الدین طیب، د نادولتي موسسو  د کارکوونکو نیول رد کړي دي. هغه AFP ته وویل: "د موسسو هیڅوک نه دي نیول شوي او نه هم زنداني شوي دي." خو نوموړي تایید کړه چې محتسبینو د بېلابېلو دولتي ادارو ۵ تنه کارکوونکي د لنډو ږیرو له امله نیولي وو.

یوې بلې مرستندویه سرچینې بیا ویلي چې محتسبین د اسلام کلا په بندر کې یوې ودانۍ ته ننوتل او ۲۰ تنه یې چې هلته یې د خدمتونو وړاندې کولو په بېلابېلو ادارو کې کار کاوه، ونیول. دغې سرچینې د خوندیتوب له امله د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې نیول شوي کسان د شنبې په ورځ "کهسان" ولسوالۍ ته لېږدول شوي وو.

که څه هم د افغانستان ډېری وګړي مسلمانان دي، خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې په لویو ښارونو کې خلکو اجازه درلوده چې خپله بڼه او ظاهر پخپله وټاکي. په تېر وخت کې هم په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې وې، نارینه وو به یا د وېرې او یا هم په خپله خوښه ږیرې پرېښودلې.

 

وپلټۍ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
میسي د په زړه پورې لوبې وروسته له  اوښکو ډکو سترګو سره د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
څو مهم لنډ خبرونه