تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان د پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمه ییزې سولې لپاره د مرستې ژمنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه ایراني سیال مسعود پزشکیان په یوه ټلیفوني اړیکه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو بحث وکړ.
ولسمشر اردوغان د  پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمه ییزې سولې لپاره د مرستې ژمنه وکړه
ولسمشر اردوغان د پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمه ییزې سولې لپاره د مرستې ژمنه وکړه

د تورکیې ولسمشر د هغو کسانو پر وړاندې د هوښیارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ چې غواړي د امریکا او ایران خبرې اترې سبوتاژ (ګډوډ) کړي.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه ایراني سیال مسعود پزشکیان په یوه ټلیفوني اړیکه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو بحث وکړ.

د تورکیې د اړیکو ریاست په وینا، د دوشنبې په ورځ د دغه ټلیفوني تماس پر مهال اردوغان د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د شوي تفاهم هرکلی وکړ او ویې ویل چې تورکیه چمتو ده هر ډول ممکنه مرسته وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا پروسه په سوله ییز ډول پای ته رسیږي.

هغه همداراز د هغو کسانو پر وړاندې چې د خبرو اترو د سبوتاژ کولو هڅه کوي، د هوښیارۍ او احتیاط پر اړتیا ټینګار وکړ.

اردوغان وویل چې له دغه نوي پړاو څخه باید د هغو ګامونو پورته کولو لپاره کار واخیستل شي چې سیمه ییزه سوله او ثبات پیاوړی کوي، او زیاته یې کړه چې ترکیه به د دغې موخې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د تورکیې ولسمشر دا هم وویل چې انقره به له ایران سره د سوداګرۍ، مالي او انرژۍ په برخو کې د همکاریو د ښه کولو لپاره هڅې جاري وساتي.

'مثبته او رغنده فضا'

تیره اونۍ، تهران او واشنګټن د نږدې ۴۰ ورځو جګړې او له هغه وروسته د څو اونیو بې پایلې او پرله پسې مات شوي اوربند وروسته، د ۶۰ ورځو خبرو اترو لپاره د بنسټ ایښودلو په موخه یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د متحده ایالاتو او ایران د چارواکو ترمنځ لومړۍ لوړپوړې مستقیمه ناسته د دوشنبې په سهار د سویس په "بورګنسټاک" کې د لوسرن جهيل په سرمشریزه کې پای ته ورسیده.

د خبرو اترو په دغه ۱۰۰ دقیقې لومړي پړاو کې د دواړو هیوادونو لوړپوړي مذاکره کوونکي، د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وانس او د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف، د قطر او پاکستان په منځګړیتوب سره راټول شول.

قطر او پاکستان وویل چې دا بحثونه په "مثبته او رغنده فضا" کې ترسره شوي او په لبنان کې د جګړې د پای ته رسولو او د ایران پر اقتصاد باندې د فشارونو کمولو په لور یې "هڅونکي پرمختګونه" درلودلي دي.

 

وپلټۍ
اسرائیل د امریکا او ایران د سولې تفاهم لیک سبوتاژ کولو ته هڅې کوي.
په سویس کې د امریکا او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد.
د ایران او سویس د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران او امریکا له خبرو وړاندې وکتل
د تورکیې ښځینه د والیبال ملي لوبډلې د والیبال نېشنز لیګ په سیالۍ کې خپله دریمه پرله پسې لوبه وګټله.
زیلینسکي په راتلونکو ورځو کې پر اوکراین د روسیې د پراخ برید خبرداری ورکړ
الجزیرې تلویزیون په غزه کې د خپل کامره مین له وژل کېدو وروسته د حساب ورکونې غوښتنه وکړه
ولسمشر اردوغان: د لومړي ځل لپاره مو د ناټو او اروپايي ټولنې غړي هېواد ته جنګي بېړۍ صادره کړه
په کاناډا کې له جومات بهر پر امام برید وشو
ایراني مذاکره کوونکي او  جي ډي وانس له ځنډ وروسته د نویو خبرو اترو لپاره سویس ته ورسیدل
یونیسف د غزې اوربند یو "وژونکی فریب" وباله؛ د اوربند سره سره اسرائیلو ۲۶۵ فلسطیني ماشومان وژلي دي
ولسمشر اردوغان او د سنګاپور لومړی وزیر وانګ د ستراتیژیکو اړیکو پر پراختیا او سیمه ییز ثبات خبرې وکړې
ویټکوف او عراقي سویس ته سفر کوي
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې په دوو غبرګو چاودنو لږ تر لږه اووه کسانو ژوند د لاسه ورکړی.
بن ګویر: د ۴ سرتېرو له وژل کېدو وروسته 'ټول لبنان باید وسوځول شي'
فرانسه: په ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو لیرې کول زموږ له هوکړې پرته شوني نه دي