نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا سنا مجلس د جګړې د واکونو پریکړه لیک تصویب کړ
د امریکا سنا مجلس د جګړې د واکونو پریکړه لیک تصویب کړ؛ له ټرمپ څخه یې وغوښتل چې د ایران په وړاندې دښمني پای ته ورسوي
د امریکا سنا مجلس د جګړې د واکونو پریکړه لیک تصویب کړ
د امریکا سنا مجلس د جګړې د واکونو پریکړه لیک تصویب کړ

د امریکا سنا مجلس په ۵۰ موافقو او ۴۸ مخالفو رایو سره یو داسې پریکړه لیک تصویب کړ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته لارښوونه کوي ترڅو د ایران په وړاندې بې جوازه پوځي اقدامات پای ته ورسوي، مګر دا چې کانګرس د نورو پوځي عملیاتو اجازه ورکړي.

دا اقدام د ۱۹۷۳ کال د جګړې د واکونو د قانون د ۵(ج) برخې لاندې، وروسته له هغه تصویب شو چې دمخه د استازو جرګې  لخوا تایید شوی و. څلور جمهوري غوښتونکي سناتوران؛ بل کاسیډي (لویزیانا)، سوسن کولینز (مین)، لیسا مورکوفسکي (الاسکا) او رینډ پال (کینټکي) د دې پریکړه لیک په ملاتړ کې له ډیموکراټانو سره یوځای شول. په مقابل کې، د پنسلوانیا ډیموکراټ سناتور جان فیټرمین د دې پریکړه لیک خلاف رایه ورکړه، پداسې حال کې چې مېچ مک کانیل او ډیو مک کورمیک په رایه اچونه کې ګډون ونه کړ.

دواړه ګوندونو سمبولیک مخالفت

د دې اقدام عملي اغیزه لا هم ناڅرګنده ده، ځکه واشنګټن او تهران لا دمخه د سولې یوې موقتي هوکړې ته رسیدلي دي. په هرصورت، دا غیر الزامي  پریکړه لیک تر نن ورځې پورې د جګړې په وړاندې د کانګرس ترټولو قوي سمبولیک غبرګون دی؛ دا وروسته له هغه تصویب شو چې په تیرو نهو هڅو کې د سنا مجلس د ساده اکثریت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی و.

دا رایه اچونه د څو اونیو جګړو او نښتو وروسته ترسره کیږي چې د انرژۍ نړیوال بازارونه یې ګډوډ کړي وو او په امریکا کې یې د تېلو بیې په بې ساري ډول لوړې کړې وې.

دا پریکړه لیک د ټرمپ ادارې له خوا له ایران سره د یوې موقتي تفاهم نامې له اعلان څخه یوه اونۍ وروسته تصویب شو، چې هدف یې د پراخې هوکړې لپاره د مذاکراتو پر مهال د دښمنۍ مخنیوی دی. د جون په ۱۷مه، ډونالډ ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په الکترونیکي ډول د دایمي سولې د ترلاسه کولو لپاره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

اوسمهال دواړه لوري د ۶۰ ورځني اوربند په جریان کې په تخنیکي مذاکراتو بوخت دي. دوی هڅه کوي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه شخړې حل کړي او د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ بیرته د جګړې دمخه حالت ته وګرځوي.

 

وپلټۍ
روسیې د اوکراین بندرونو ته په روانو  کښتیو د ډرون برید کړی چې له امله يي یو تن هندي عمله ووژل شو
د یونان یوې محکمې د دولتي ملایانو پر وړاندې د احتجاج له امله ۴ تنه به خټه ترکان محکوم کړل
د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر له خپلې دندې څخه استعفا وکړه
په فیلیپین کې په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي
د مسکو هوايي ډګرونه د نږدې ۶۰ ډرونونو له نسکورېدو وروسته د لنډ وخت لپاره وتړل شول
د اسرائیلو پوځ د لویدیځې غاړې اشغال شوې میشت ځای ته نږدې دوه کسان ووژل.
اسرائیل د امریکا او ایران د سولې تفاهم لیک سبوتاژ کولو ته هڅې کوي.
په سویس کې د امریکا او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد.
د ایران او سویس د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران او امریکا له خبرو وړاندې وکتل
د تورکیې ښځینه د والیبال ملي لوبډلې د والیبال نېشنز لیګ په سیالۍ کې خپله دریمه پرله پسې لوبه وګټله.
زیلینسکي په راتلونکو ورځو کې پر اوکراین د روسیې د پراخ برید خبرداری ورکړ
الجزیرې تلویزیون په غزه کې د خپل کامره مین له وژل کېدو وروسته د حساب ورکونې غوښتنه وکړه
ولسمشر اردوغان: د لومړي ځل لپاره مو د ناټو او اروپايي ټولنې غړي هېواد ته جنګي بېړۍ صادره کړه
په کاناډا کې له جومات بهر پر امام برید وشو
ایراني مذاکره کوونکي او  جي ډي وانس له ځنډ وروسته د نویو خبرو اترو لپاره سویس ته ورسیدل