مسکو د څلور کلنې جګړې له پیل راهیسې نږدې هره شپه پر خپل ګاونډي په سلګونو ډرونونو سخت بریدونه کړي، خو په دې وروستیو کې یې د ورځې بریدونه هم پراخ کړي دي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، د اوکراین په بېلابېلو برخو کې د روسیې په بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون اوه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د سې شنبې په ورځ ځايي والي اولیکساندر ګانژا وویل، د دنیپروپتروفسک پر مرکزي سیمه په سهارني برید کې پنځه کسان ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول.
ګانژا وویل: "دښمن د سیمې پر څلورو ولسوالیو له ۳۰ ځلو ډېر په توغندیو، ډرونونو او توپچي وسلو بریدونه کړي دي."
سیمه ییزو څارنوالانو ویلي، ماسپښین په سويل کې د جګړې د لومړۍ کرښې په ښار خرسون کې د روسیې یوې ډرون الوتکې یوه بوډۍ ښځه وژلې ده.
د دغې سیمې پوځي ادارې ویلي، ماښام ناوخته په مرکزي چرکاسي سیمه کې یوې بلې ډرون الوتکې یو اته کلن هلک وژلی او نهه تنه نور یې ټپیان کړي دي.
په یوه جلا خبر کې، د اودېسا په بندري ښار کې چارواکو ویلي، د روسیې ډرونونو دوه ملکي کښتۍ او د بندر تاسیسات په نښه کړي دي.
د دنیپروپتروفسک صنعتي مرکز د جګړې له لومړۍ کرښې څخه څه باندې ۱۰۰ کیلومتره (۶۰ میله) لرې پروت دی، چې دا کرښه د ختیځ او سویلي اوکراین له لارې غځېدلې ده.
روسي ځواکونو د دنیپروپتروفسک په پراخه سیمه کې یوه وړه برخه نیولې ده، دا سیمه د اوکراین له هغو څلورو سیمو څخه نه ده چې مسکو یې له خپل یرغل وروسته د الحاق ادعا کړې وه.
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د جګړې له پیل راهیسې لسګونه زره ملکي وګړي وژل شوي دي.
د جګړې په اړه د امریکا په منځګړیتوب خبرې اترې د یوه تړون په لور د خواوو په نږدې کولو کې پاتې راغلي، او خبرې اترې له اونیو راهیسې ځنډېدلي دي.







