نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
سعودي عربستان پاکستان ته اماراتو د پور د خلاصولو په خاطر ۳ ملیارده ډالره ورکوي.
د پاکستان د مالیې وزیر د سې شنبې په ورځ ناوخته تایید کړه چې سعودي عربستان له اسلام اباد سره د ۳ ملیارده ډالرو مالي مرستې هوکړه کړې ده.
سعودي عربستان پاکستان ته اماراتو د پور د خلاصولو په خاطر ۳ ملیارده ډالره ورکوي.
سعودي عربستان پاکستان ته اماراتو د پور د خلاصولو په خاطر ۳ ملیارده ډالره ورکوي. / Reuters
15 اپریل 2026

د اماراتو د پور نېټه نږدې ده؛ سعودي عربستان به پاکستان ته ۳ ملیارده ډالره ورکړي
د پاکستان د مالیې وزیر وايي، ریاض به ژمنه شوې پیسې د "اضافي زیرمو" په توګه ورکړي، په داسې حال کې چې لومړی وزیر شهباز شریف سعودي عربستان ته د سفر چمتووالی نیسي.

د پاکستان د مالیې وزیر د سې شنبې په ورځ ناوخته تایید کړه چې سعودي عربستان له اسلام اباد سره د ۳ م1لیارده ډالرو مالي مرستې هوکړه کړې ده. دا مرسته متحده عربي اماراتو ته د پورونو د بیرته ورکولو د مکلفیتونو په ترڅ کې د دغه هېواد پر کمزورو بهرنیو اسعارو د فشار د مخنیوي لپاره ده.

محمد اورنګزېب، چې له پیسو نړیوال صندوق (IMF) سره د کاري کچې خبرو لپاره په واشنګټن کې دی، خبریالانو ته وویل چې ریاض به ژمنه شوې پیسې راتلونکې اونۍ ورکړي، لکه څنګه چې د پاکستان جیو نیوز ټلوېزیون د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ.

د اورنګزېب له قوله ویل شوي: "موږ نن د سعودي له مالیې وزیر سره مفصله غونډه درلوده. هغه (ماته) په ډاګه وویل چې ۳ ملیارده ډالره به (پاکستان ته) د اضافي زیرمو په توګه ورکړل شي."

دا پرمختګ په داسې حال کې کېږي چې پاکستان به د دې میاشتې تر پایه متحده عربي اماراتو ته ۳.۵ ملیارده ډالره پور بېرته ورکړي.

انادولو اژانس تېره اونۍ خبر ورکړی و چې سعودي عربستان او قطر به پاکستان ته ۵ ملیارده ډالره مالي مرسته ورکړي، چې اسلام اباد به وکولی شي د جون تر میاشتې پورې د بهرنیو پورونو د ورکړې پر مهال د هېواد پر کمزورو بهرنیو اسعارو د فشار مخه ونیسي.

ریاض، اسلام اباد ته په منځني ختیځ کې د روانو کړکېچونو له امله د مخ پر زیاتېدونکو بهرنیو فشارونو او لګښتونو په ترڅ کې د خپلې مالي ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

تېره اونۍ د سعودي د مالیې وزیر محمد بن عبدالله الجدعان اسلام اباد ته سفر کړی و او د مالي مرستو په اړه یې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره کتلي وو.

په ورته وخت کې، د شریف دفتر ویلي چې هغه به د چهارشنبې په ورځ سعودي عربستان ته په رسمي سفر ولاړ شي، په داسې حال کې چې اسلام اباد د امریکا او ایران د سولې خبرو د اسانولو په موخه خپلو ګړندیو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوي.

د هغه د دفتر په یوه بیان کې ویل شوي: "لومړی وزیر محمد شهباز شریف به نن له اسلام اباد څخه جدې ته د سعودي عربستان په رسمي سفر ولاړ شي، چې یو لوړپوړی پلاوی به یې ملتیا کوي."

د پاکستان د بهرنیو اسعارو زیرمې د وارداتو د لګښتونو د لوړېدو له امله تر فشار لاندې دي، او چارواکي خبرداری ورکوي چې که نوې پیسې رانشي، نو په راتلونکو اونیو کې به زیرمې نورې هم کمې شي. حکومت په واشنګټن کې د مهمو مالي غونډو څخه مخکې له نړیوالو شریکانو سره هم په اړیکه کې دی.

یوه جګپوړي چارواکي ویلي، پاکستان به د ابوظبۍ له خوا د سمدستي ورکړې له غوښتنې وروسته د اپرېل تر پایه متحده عربي اماراتو ته ۳.۵ ملیارده ډالره پور بېرته ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو اسعارو نغدي زیرمې شاوخوا ۲۱.۸۹ ملیارده ډالره دي. د پاکستان دولتي بانک ۱۶.۴ ملیارده ډالره لري، په داسې حال کې چې سوداګریز بانکونه شاوخوا ۵.۴۹ ملیارده ډالره لري.

د اورنګزېب په وینا، پاکستان تېره اونۍ ۱.۴ ملیارده ډالره بهرني پورونه ورکړي دي.

وپلټۍ
پنټاګون په کیوبا کې د احتمالي نظامي عملیاتو لپاره پلان جوړونه "ګړندۍ" کړې ده
د امریکا سنا د ټرمپ د جنګي واکونو د محدودولو لپاره د ډیموکراټانو وروستۍ هڅه ناکامه کړه
افغانستان غزې ته له ۵۰۰ ټنو زیاته مرسته لېږلې ده
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته سفر کوي
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون ( ټي آر ټي ) د بشري فلمونو د اتم پړاو لپاره نوم لیکنې پیل شوې
امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د تطبیق ادارې  په ۲۰۲۵ مالي کال کې تر ۴۴۲،۰۰۰ څخه ډیر کسان ډیپورت کړي
په ختیځ آرام سمندر کې د مخدره توکو د قاچاق په ادعا شوې کښتۍ باندې د امریکا برید څلور کسان ووژل
ټرمپ وايي د ایران جګړه 'ډېره نږدې ده چې پای ته ورسېږي'
اوکرایني چارواکي: د روسیې په بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون اوه کسان وژل شوي
سعودي عربستان پاکستان ته اماراتو د پور د خلاصولو په خاطر ۳ ملیارده ډالره ورکوي.
د چین ولسمشر شي جين پينګ په بیجینګ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف سره وکتل
ټرمپ له ایران سره د اوربند غځولو ته اړتیا نشته ځکه چې د یو ډیر مهم پړاو په درشل کې قرار لرو
اسپانیا نږدې ۵۰۰،۰۰۰ بې اسناده کډوالو ته د قانوني کېدو لاره هواروي
د ایټالیا لومړۍ وزیرې  د سې شنبې په ورځ وویل چې ایټالیا له اسرائیلو سره خپل دفاعي تړون وځنډاوه
سعودي عربستان له امریکا غوښتي چې د پراخې شخړې د زیاتېدو د اندېښنو له امله د هرمز تنګي بندیز لرې کړي.