د امریکا ولسمشر "د راتلونکو پرېکنده ورځو" ته اشاره وکړه، په داسې حال کې چې واشنګټن د یوه پراخ تړون یا پوځي اقدام په اړه غور کوي او جګپوړي چارواکي یې د یوه لوی تړون لپاره هلې ځلې کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې له ایران سره د اوسني اوربند پر غځولو غور نه کوي، او اشاره یې ورکړه هغه څخه چې ډیر مهم دي کیدای شي چې د جګړې له لارې ترلاسه شي.
د اې بي سي نیوز خبریال جوناتن کارل په وینا، ټرمپ ویلي، دی باور نه لري چې د اوربند غځول به اړین وي او "راتلونکو دوو حیرانوونکو ورځو" ته یې اشاره وکړه، چې د یوه لوی پرمختګ – یا کړکېچ د زیاتېدو – هیلې یې راپورته کړې.
ټرمپ ویلي، دا جګړه یا د خبرو اترو له لارې د یوه تړون او یا هم د داسې پوځي اقدام له لارې پای ته رسېدلی شي چې د ایران وړتیاوې له منځه یوسي، خو زیاته یې کړه چې دی داسې یو تړون غوره ګڼي چې هغه هېواد ته د بیارغونې اجازه ورکړي.
د ټرمپ له قوله ویل شوي: "دا په هره لاره پای ته رسېدلی شي، خو زما په اند یو تړون غوره دی ځکه چې بیا هغوی کولی شي بیارغونه وکړي. هغوی اوس واقعاً یو بل ډول رژیم لري. مهمه نه ده چې څه وشول، موږ سخت دریځي له منځه یوړل. هغوی تللي، نور له موږ سره نشته."
هغه د خپل نړیوال رول په اړه هم پراخې ادعاوې وکړې او ویې ویل چې د ده له مشرۍ پرته به د نړۍ وضعیت خورا خراب وای.
'لوی تړون'
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې امریکا د یوې پراخې ډیپلوماتیکې پایلې لپاره هڅې کوي.
مرستیال ولسمشر جې ډي وانس مخکې ویلي وو چې واشنګټن د یوه محدود تړون پر ځای د یوه جامع تړون په لټه کې دی، او روانې خبرې یې د یوه نازک اوربند له مخې د یوې پراخې ستراتیژۍ برخه وبلله. دا اوربند اوس نږدې یوه اونۍ پوره کوي، وروسته له هغه چې د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې له ایران سره مستقیمو خبرو کومه پایله ورنه کړه.
وانس وویل، ټرمپ د "لوی تړون" هوډ لري، او ایران ته د اقتصادي اړیکو د عادي کولو وړاندیز کوي، په دې شرط چې د هغه په وینا د یوه "عادي هېواد" په څېر چلند وکړي.






