د ایران د اسلامي انقلابي ساتندویه ځواک (سپاه پاسداران) په بحرین کې د امریکا د پنځمې سمندري بېړۍ پر مرکز د بې پیلوټه الوتکې (ډرون) برید خبر ورکړی او دا عملیات یې په سویلي ایران کې د امریکا د هوايي بریدونو مستقیم ځواب بللی دی.
سپاه پاسداران د چهارشنبې په سهار وویل چې په ټوله سیمه کې د هوايي او سمندري اډو په ګډون ۲۱ امریکايي پوځي اهداف تر برید لاندې راغلي دي.
په هغې اعلامیه کې چې دولتي رسنیو خپره کړې، دغه ځواک ژمنه کړې چې که د امریکا پوځي عملیات دوام ومومي، دوی به د غچ اخیستنې لا درانه تدابیر ونیسي.
سپاه پاسداران همدارنګه ادعا کړې چې په سویلي بوشهر ولایت کې یې یوه امریکايي ایم کیو-۹ (MQ-9 Reaper) بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.
ورته مهال، دغه ځواک اعلان وکړ چې په کویټ کې یې پر «علي السالم» هوايي اډې هم د ډرون برید کړی دی. د کویټ پوځ وروسته دغه پېښه تایید کړه او ویې ویل چې د دوی هوايي دفاعي شبکو په بریالیتوب سره د متخاصمو اهدافو مخه نیولې ده.
دا ترینګلتیاوې په سویلي ایران کې د جاسک، سیریک او قشم ټاپو په ګډون په څو ځایونو کې د امریکا له پراخو او دقیقو بریدونو وروسته رامنځته شوې دي. امریکا په ایران کې ۲۰ اهداف، چې یو پکې د مخابراتو برج و، ویشتلي وو.
لیرې واټن ویشتونکي توغندي
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په ترڅ کې، سپاه پاسداران په اردن کې پر «الازرق» اډې د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو په واسطه برید کړی دی. د انقلابي ساتندویه ځواک په وینا، هغوی په الازرق اډه کې څلور ځانګړې سیمې په نښه کړي چې پکې د اف-۳۵ (F-35) جنګي الوتکو هنګرونه (تمځایونه) او د قوماندې او کنټرول یو مرکز شامل وو.
د اردن پوځ ویلي چې د توغندیو له شنډولو وروسته یې پاتې شونې راغورځېدلي او هیڅ ډول ځاني یا مالي زیان نه دی اوښتی.
سېنټکام هوايي بریدونه بشپړ کړل
بل لور ته، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي چې د امریکا د پوځ د یوې «اپاچي» هلیکوپتر د ویشتل کېدو په غبرګون کې یې پر ایران خپل بریدونه بشپړ کړي دي.
د مرکزي قوماندانۍ د بیان له مخې، د امریکا د هوايي او سمندري ځواکونو جنګي الوتکو د هرمز تنګي ته نږدې د ایران هوايي دفاعي سیسټمونه، د ځمکني کنټرول سټیشنونه او د څارنې رادارونه په دقیقو وسلو ویشتلي دي. بیان زیاته کړې چې دا عملیات پر امریکايي ځواکونو او په سیمه ییزو اوبو کې پر نړیوالو سوداګریزو بېړیو د وروستیو بریدونو په وړاندې یو «متناسب ځواب» و.
یوه امریکايي چارواکي د لومړنیو ارزونو له مخې ویلي چې د ایران لخوا توغول شوي نږدې ټول توغندي او ډرون الوتکې شنډې شوې دي. سربېره پر دې، دغه چارواکي ویلي چې تر اوسه د امریکايي پرسونل د ټپي کېدو یا امریکايي مرکزونو ته د زیان رسېدو کوم راپور نشته.




















