د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کاجا کالاس د یکشنبې په ورځ د اسرائیل د هغې پریکړې په اړه اندیښنه څرګنده کړه چې د بیت االمقدس د ستر سپڅلې کلیسا مشر ته د کلیسا په مراسمو کې د ګډون اجازه ورنکړه.
کالاس پر خپله اېکس (پخواني ټویټر) پاڼه ولیکل: "د اسرائیلي پولیسو لخوا په پالم سنډې کې د سترې کلیسا ته د ننوتلو څخه د کلیسا د مشر راګرځول د مذهبي آزادۍ او د هغو پخوانیو اصولو سرغړونه ده چې د سپیڅلو ځایونو د ساتنې لپاره وضع شوي دي."
هغې غوښتنه وکړه چې په بیت المقدس کې باید د ټولو مذهبونو لپاره د عبادت آزادي "پرته له کوم استثنا" تضمین شي او زیاته یې کړه چې "د بیت المقدس مذهبي تنوع باید وساتل شي."
اسرائیلي پولیسو د بیت المقدس کارډینال پیرباتیسټا پیزابالا، د پالم سنډې د دیني مراسمو د ادا کولو لپاره کلیسا ته له ننوتلو څخه راوګرځاوه. د بیت المقدس کلیسا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې پیزابالا او د مقدسې ځمکې ساتونکی، فادر فرانسیسکو یلپو، هغه مهال ودرول شول کله چې په شخصي توګه کلیسا ته روان وو او "مجبور شول چې بیرته وګرځي."
په اعلامیه کې وویل چې دا په پیړیو کې لومړی ځل دی چې د کلیسا مشران د مسیحیانو په یو تر ټولو سپیڅلي ځای کې د پالم سنډې د مراسمو له لمانځلو منع کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې اسرائیلي چارواکو د څلورمې پرله پسې اونۍ لپاره مسلمانان هم په مسجد الاقصی کې د جمعې له لمانځه څخه منع کړي دي. مسجد الاقصی، چې د اسلام دریم سپیڅلی ځای دی، د فبرورۍ له وروستیو راهیسې له ایران سره د جګړې له امله د "بیړني اقداماتو" په بهانه د خلکو پر مخ تړل شوی دی.









