نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د روسیې لاوروف وايي، امریکا د نورډ سټریم پر ګازو د کنټرول په لټه کې ده
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، امریکا په بالتیک سمندر کې د نورډ سټریم د ګازو پر نل لیکو د کنټرول هڅه کوي، کومې چې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې په یوې مرموزې چاودنه کې زیانمنې شوې وې.
د روسیې لاوروف وايي، امریکا د نورډ سټریم پر ګازو د کنټرول په لټه کې ده
د روسیې لاوروف وايي، امریکا د نورډ سټریم پر ګازو د کنټرول په لټه کې ده / Reuters
13 ساعته مخکې


د روسیې جګپوړی ډیپلوماټ ادعا کوي چې متحده ایالات د نورډ سټریم د نل لیکو په نیولو سره د نړۍ پر انرژۍ د تسلط هڅه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، امریکا په بالتیک سمندر کې د نورډ سټریم د ګازو پر نل لیکو د کنټرول هڅه کوي، کومې چې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې په یوې مرموزې چاودنه کې زیانمنې شوې وې.

تر درې کاله ډېر وخت مخکې هغو چاودنو چې دغه نل لیکې یې ویجاړې کړې، تر ډېره بریده یې اروپا ته د روسیې د ګازو لېږد پرې کړ او پر دغې لویه وچه یې د انرژۍ پر اکمالاتو فشار راوړ، که څه هم روسیې لا دمخه تر ډېره بریده د ګازو لېږد درولی و.

روسیې او لوېدیځو هېوادونو دواړو ویلي چې دا پېښه یو سبوتاژي عمل و. پلټونکو کلونه هڅه وکړه چې د دې پېښې تر شا د پټو کسانو راز معلوم کړي، او تېر کال په ایټالیا کې یو اوکراینی سړی د بریدونو د همغږي کولو په تور ونیول شو.

له فرانس تلویزیون سره په یوه مرکه کې، لاوروف د پنجشنبې په ورځ پر متحده ایالاتو تور ولګاوه چې د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو د تسلط لپاره فشار راوړي. هغه د بېلګې په توګه وینزویلا ته اشاره وکړه – چېرې چې واشنګټن اوس د هغه هېواد د تیلو پر پراخو زېرمو د پام وړ کنټرول لري – او په ایران کې یې وروستي تحولات یاد کړل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د خپرې شوې مرکې د متن له مخې، لاوروف وویل: "متحده ایالات اوس دا هم وايي چې غواړي د نورډ سټریم نل لیکې په خپل واک کې واخلي."

هغه نور جزئیات ورنه کړل.

وال سټریټ ژورنال په ۲۰۲۴ کال کې راپور ورکړی و چې یو امریکايي پانګه وال، سټیفن پي. لینچ، هڅه کوله چې د نورډ سټریم ۲ دوه شاخیزه نل لیکه وپېري، چې یوه څانګه یې لا هم سالمه پاتې ده.

 

وپلټۍ
نتنیاهو پوځ ته په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې پر ایران د بریدونو د لا زیاتولو امر کړی.
د موقتي اوربند له پای ته رسېدو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتې بیا پیل شوې
هاکان فیدان د یو زیات شمیر هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې
تورکیه او بریتانیا د یوروفایټر د ملاتړ نوې هوکړې سره دفاعي اړیکې پیاوړې کوي
رافایل ګروسي :تمه لري چې پدې اونۍ کې په پاکستان کې د ایران او امریکا ترمنځه خبرې پیل شي
په عراق کې پر پوځي اډې هوايي برید ۲۰ تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې.
پر کیوبا د امریکا لخوا د لګیدولو بندیزونو د ماتولو په موخه په مرستو بار یوه کښتۍ کیوبا ته ورسیده.
په لبنان کې د اسرائیلو په بریدونو کې ملکیان وژل شوي؛ حزب الله ځوابي بریدونه کړي
د نړۍ په کچه مشهور فوټبالر محمد صلاح له ۹ کلونو وروسته د  لیورپول  له لوبډلې جلا کیږي
د تورکیې او قزاقستان ولسمشرانو پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړې
ولسمشر اردوغان: تورکیه هوډ لري چې د "اور له کړۍ" څخه بهر پاتې شي
ایران وايي چې د بوشهر اټومي بټۍ د امریکا او اسرائیلو په برید کې په نښه شوې ده
ایران د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل پرته د سیمه ییز نظامي اتحاد جوړولو هڅه کوي
طالبانو حکومت یو امریکايي زنداني خوشې کړ د ګوانتانامو د وروستي افغان بندي د خلاصون غوښتنه تکرار شوه
البانیز وویل چې د غزې کړکېچ لویې مداخلې ته اړتیا لري؛ له اسرائیل سره باید نړیوالې اړیکې پرې شي