د پولیسو یوه افسر «ظفر خان» وویل چې دا بریدونه د خیبر پښتونخوا ایالت په باجوړ ولسوالۍ کې په داسې حال کې شوي چې په ټول پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو ضد نوی کمپاین پیل شوی دی. په دې کمپاین کې هدف دا دی چې ۱۹ میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي ترڅو دغه معیوبوونکې ناروغي له منځه یوړل شي.
خان زیاته کړه چې دا بریدونه پر پولیسو هغه مهال وشول چې هغوی د واکسین له ټیمونو سره تر دندې وروسته بېرته خپلو کورونو ته روان وو.
روغتیايي کارکوونکي او هغه پولیس چې د هغوی د ساتنې دنده ورسپارل شوې وي، ډېری وخت د وسله والو له خوا په نښه کېږي. وسله وال په درواغو ادعا کوي چې د واکسین کمپاینونه د ماشومانو د شنډولو (عقیم کولو) لپاره یوه لوېدیځه توطیه ده. د رسمي معلوماتو له مخې، له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې په پاکستان کې تر ۲۰۰ ډېر د پولیو کارکوونکي او د هغوی پولیس ساتونکي په داسې بریدونو کې وژل شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه بیان کې د دوشنبې د ورځې دا بریدونه غندلي او د وژل شویو پولیسو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دې بریدونو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو شک کېږي چې دا به د تحریک طالبان پاکستان یا د نورو سیمه ییزو وسله والو ډلو کار وي چې تر دې وړاندې یې هم په سیمه کې ورته بریدونه کړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په وینا، پاکستان او ګاونډی هېواد یې افغانستان په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ناروغي په بشپړ ډول نه ده ختمه شوې.














