نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر مرکز د موټر بم برید شوی
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر مرکز د موټر بم ځانمرګي برید له امله د ۸ تنو پولیسو او یو تن ملکي وګړي په ګډون ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر مرکز د موټر بم برید شوی
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر مرکز د موټر بم برید شوی / AA

ځايي پولیسو انادولو خبري اژانس ته ویلي، چې د شپې پر مهال یو بریدګر د چاودېدونکو توکو ډک موټر سره  هڅه کوله چې د پولیسو مرکز ته ننوځي.

پولیسو سمدلاسه مداخله وکړه خو، بریدګر په موټر کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي والوزول، چې له امله یې دروازې او دېوالونه زیانمن شول.

په دغه برید کې ۸ تنو پولیسو او یو تن ملکي وګړي په ګډون ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی او لږ تر لږه ۳۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

د برید پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د پاکستان د ترهګرۍ ستونزه

په پاکستان کې وسله وال بریدونه، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ډېر شوي دي.

په دواړو ایالتونو کې هغه وسله والې ډلې چې د پښتنو او بلوڅو قومونو د حقونو د دفاع ادعا کوي، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان (TTP) په افغانستان کې ځای پر ځای شوي او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي، خو افغان حکومت دا ادعاوې ردوي.

په بلوچستان کې بیا د بلوچستان د ازادۍ پوځ  بریدونه ډېر کړي  دي..

دا بیلتون غوښتونکې ډله غواړي چې بلوچستان ایالت له پاکستانه جلا شي او بلوڅان پر دغې سیمې واکمن شي.

 

وپلټۍ
شي جنپینګ ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې که د تایوان مسله په سمه توګه حل نه شي،'نښتې او شخړې'به رامنځته شي
د اوکراین پلازمینه کیف د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو له لوی برید سره مخ شوې.
په هند کې د "برېکس"د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران د جګړې تر سیوري لاندې پیل شوه
اماراتو د ایران د جګړې پر مهال دغه هیواد ته د اسرائیل د قاتل لومړي وزیر نتنیاهو پټ سفر رد کړ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې له وسله والو سره په نښته ۵ سرتېري او ۷ وسله وال وژل شوي
مهم خبرونه
ټرمپ له شي جین پینګ سره د مهمو خبرو لپاره بیجینګ ته ورسېد
روسیه: اوکراین باید د اوربند دمخه له ډونباس څخه ووځي، بیا د سولې بشپړې خبرې پیل کیدی شي
د تورکیې ولسمشر د ترکي هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته روان شو
کانګرس غړي د یوه راپور په حواله سنا ته ویلي چې امریکا د ایران په جګړه کې ۳۹ الوتکې له لاسه ورکړې دي
امریکا او چین د ټرمپ او شي جين پينګ تر لیدنې مخکې په سیول کې د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې
لبنان کې د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې يو لبناني سرتېری او روغتیايي پرسونل په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر: امریکا او ایران د جګړې د درولو لپاره "کافي اراده" ښودلې
راپور: سعودي عربستان پر خپلې خاورې له بریدونو وروسته پر ایران پټ بریدونه کړي دي
اردوغان: تورکیې د نړیوالو جګړو سربېره د خوراکي توکو د رسولو سلسله خوندي کړې ده