د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
حماس په غزه کې د مسلکي ادارې پر سر موافقه وکړه
د فلسطین مقاومت ډلې حماس ویلي چې دوی د مسلکي کارپوهانو د یوې خپلواکې ملي ادارې د جوړولو پر سره موافقه کړې ده ترڅو د غزې چارې پرمخ یوسي.
حماس په غزه کې د مسلکي ادارې پر سر موافقه وکړه
/ AP
4 سپتمبر 2025

د فلسطین مقاومت ډلې حماس ویلي چې دوی د مسلکي کارپوهانو د یوې خپلواکې ملي ادارې د جوړولو پر سره موافقه کړې ده ترڅو د غزې چارې پرمخ یوسي. حماس پداسې حال کې  دا اعلان کړی دی چې د  تیرې میاشتې منځګړو لخوا وړاندې شوې وړاندیز ته د اسرائیلو ځواب ته انتظار کوي.

حماس په یوه بیان کې ویلي: "حماس لا هم د اسرائیلو ځواب ته انتظار باسي چې د اګست په ۱۸مه د منځګړو لخوا وړاندې شوی و او د دوې لخوا منل شوی دی."

دې ډلې یو ځل بیا خپله چمتووالی څرګند کړی چې د یوې پراخې موافقې لپاره کار وکړي چې له مخې به یې ټول اسراییلي بندیان د اسرائیلو په زندانونو کې د ټاکل شوي شمېر فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شي.

پدغه  پلان کې د غزې د نسل وژنې پای ته رسول، د اسرائیلي ځواکونو بشپړ وتل، د مرستو د رسولو لپاره د لارې پرانیستل، او د بیا رغونې د پیل چارې شامل دي.

حماس ویلي چې د مسلکې کارپوهانو د ادارې منل د دې لپاره یو هڅه ده چې د اسرائیلي چارواکو لخوا د "ورځې وروسته" د غزې د حکومتدارۍ په اړه پوښتنې ته ځواب ورکړي، کوم چې دوی د تاوتریخوالي د اوږدولو د توجیه لپاره کاروي.

دا بیان په داسې حال کې خپور شوی چې اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، چې د نړیوالې جنایي محکمې لخوا د نیولو امر لري، د یوې جزوي موافقې د غوښتنې څخه لاس اخیستی او اوس د یوې پراخې موافقې غوښتنه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د چهارشنبې په ورځ ویلي چې "ټول اسرائیلي سرتیري چې په غزه کې نیول شوي دي باید خوشې شي."

حماس او فتحه تېر ډسمبر په قاهره کې په خبرو کې موافقه کړې وه چې د غزې د چارو د مدیریت لپاره یوه کمیټه جوړه کړي، خو فلسطیني ادارې دغه ترتیب رد کړ او ټینګار یې وکړ چې باید د سیمې د حکومتدارۍ مسوولیت په غاړه واخلي.

په غزه کې تاوتریخوالي د سیمې ډېره برخه په کنډوالو بدله کړې ده.

د اسرائیلو د نږدې دوو کلونو بریدونو له امله له ۶۳,۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي، د سیمې ډېری خلک بې ځایه شوي، او غزه د قحطۍ تر څنډې رسول شوې ده.

حماس ویلي چې دوی د "تخنیکي کارپوهانو د ملي خپلواکې ادارې" د جوړولو لپاره ژمن دي ترڅو په ټولو برخو کې د حکومتدارۍ مسوولیت په فوري توګه په غاړه واخلي.

 

وپلټۍ
پنټاګون په کیوبا کې د احتمالي نظامي عملیاتو لپاره پلان جوړونه "ګړندۍ" کړې ده
د امریکا سنا د ټرمپ د جنګي واکونو د محدودولو لپاره د ډیموکراټانو وروستۍ هڅه ناکامه کړه
افغانستان غزې ته له ۵۰۰ ټنو زیاته مرسته لېږلې ده
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته سفر کوي
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون ( ټي آر ټي ) د بشري فلمونو د اتم پړاو لپاره نوم لیکنې پیل شوې
امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د تطبیق ادارې  په ۲۰۲۵ مالي کال کې تر ۴۴۲،۰۰۰ څخه ډیر کسان ډیپورت کړي
په ختیځ آرام سمندر کې د مخدره توکو د قاچاق په ادعا شوې کښتۍ باندې د امریکا برید څلور کسان ووژل
ټرمپ وايي د ایران جګړه 'ډېره نږدې ده چې پای ته ورسېږي'
اوکرایني چارواکي: د روسیې په بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون اوه کسان وژل شوي
سعودي عربستان پاکستان ته اماراتو د پور د خلاصولو په خاطر ۳ ملیارده ډالره ورکوي.
د چین ولسمشر شي جين پينګ په بیجینګ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف سره وکتل
ټرمپ له ایران سره د اوربند غځولو ته اړتیا نشته ځکه چې د یو ډیر مهم پړاو په درشل کې قرار لرو
اسپانیا نږدې ۵۰۰،۰۰۰ بې اسناده کډوالو ته د قانوني کېدو لاره هواروي
د ایټالیا لومړۍ وزیرې  د سې شنبې په ورځ وویل چې ایټالیا له اسرائیلو سره خپل دفاعي تړون وځنډاوه
سعودي عربستان له امریکا غوښتي چې د پراخې شخړې د زیاتېدو د اندېښنو له امله د هرمز تنګي بندیز لرې کړي.