الجزایر د سپتمبر له ۱۱مې نېټې څخه د متحدو عربي اماراتو پر نوم راجستر شویو ملکي او پوځي الوتکو پر مخ خپله هوایي لاره وتړله.
متحدو عربي اماراتو وویل هیله من دي چې له ابوظبۍ سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د پرې کولو پرېکړه به لنډمهاله وي؛ دا په داسې حال کې ده چې الجزایر د سپتمبر له ۱۱مې نېټې څخه د اماراتو پر نوم د ثبت شویو ملکي او پوځي الوتکو پر مخ خپل هوایي (حریم) وتړه.
د متحدو عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل: "د الجزایر د ډیموکراتیک ولسي جمهوریت د هغه تصمیم له امله چې له اماراتو سره اړیکې شلوي، د اماراتو دولت له ټول هېوادونو سره خپلو دوه اړخیزو اړیکو ته پاملرنه او د مشترکو ګټو د ترلاسه کولو، متقابل تفاهم، همکارۍ او هوساینې لپاره د هغو د پراخولو او پیاوړتیا ژمنتیا بیا تاییدوي."
په خبرپاڼه کې زیاته شوې: "امارات هیله څرګندوي چې دا پرېکړه به موقته وي، او د دواړو هیوادونو ترمنځه ورورګلویزو ولسونو ترمنځ تاريخي اړيکې خوندي پاتې شي."
ابوظبۍ د الجزایر ولس ته خپلې پیرزوېنې وړاندې کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ تعاملات، په ځانګړي توګه په اماراتو کې د مېشتو الجزایریانو او هلته د ورتلونکو اتباعو رول یې مثبت ارزولی دی.
په ورته وخت کې د الجزایر د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد چمتو دی چې د سپتمبر له ۱۱مې نېټې د اماراتو پر نوم ټولو ملکي او پوځي الوتکو ته خپله هوایي حریم وتړي، پداسې حال کې چې د الجزایر پلازمېنې ته یا له هغې څخه سوداګریزې الوتنې به د ۲۰۲۶ کال تر پایه دوام ولري.
د دفاع وزارت وویل چې دا اقدام د هغو ټولو الوتکو پر وړاندې پلی کېږي چې له یاد هېواد څخه تېرېږي یا هلته ښکته کېږي.
په دغه پرېکړه کې د الجزایر هباري بومدین نړیوال هوایي ډګر ته او له هغې څخه سوداګریزې ملکي الوتنې استثنا شوې دي، چې د تړون د پای ته رسېدو تر وخته (د ۲۰۲۶ کال پای) به اجازه ولري.
تر دې وړاندې الجزایر اعلان وکړ چې له متحدو عربي اماراتو سره ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کوي، او زیاته کړې یې وه چې د دوه اړخیزو اړیکو د خوندیتوب لپاره ټولې "لارې چارې" ختمې شوې دي.
د الجزایر رسمي خبري اژانس APS لخوا خپره شوې د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کاږي چې الجزایر د اماراتو د زیاتېدونکو "پاروونکو او دښمنانو کړنو" پر وړاندې "لوړ زغم" او "لوړ مسؤلیت" ښودلی و.
خبرپاڼه زیاتوي چې د اماراتو سفیر ته رسمآ خبر ورکړل شوی او د دې پرېکړې عملی کولو لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړل شوی دی.
"الجزایر د دولتونو ترمنځ حاکمو اصولو ته د درناوي په لاره کې د اماراتو پام جلبولو او د غیرموجه رفتار د پایلو خبرداري لپاره له هیڅ ډول هڅې ډډه نه ده کړې."
"له متعددو خبرداریو سره سره، اماراتو خپلو کړنو ته دوام ورکړ، تر دې چې موضوع د دوو خپلواکو دولتونو په اړیکو کې له زغملو او د ځواب پرېښودلو وتله."
خبرپاڼه زیاتوي: "د ټولو ډیپلوماټیکو امکاناتو له پای ته رسېدو وروسته، د الجزایر حکومت نن پرېکړه وکړه چې له اماراتو سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې وشلوي.
اماراتو سمدستي د الجزایر پر دې پرېکړه تبصره نه ده کړې.
تېر کال په اکتوبر کې د الجزایر ولسمشر عبدالمجید تبون ویلي وو چې له یوه هېواد پرته له ټولو خلیجي دولتونو سره د دوی اړیکې تودې دي— چې دا خبرې د اماراتو لوري ته صریح کنایه ګڼل شوې وه.
هغه د سعودي عربستان، کویټ، عمان او قطر اړیکې "ورورګلویزه" بللې وې.
تبون پر هغه مهال څرګنده کړې وه، که الجزایر په عربي نړۍ کې د درز او وېش د پراخېدو مخنیوي هڅه نه وی کړې، دا پرېکړه به "خورا پخوا رامنځته شوې وای."
















