د عربي ایتلاف ویاند، تورن جنرال ترکي المالکي په ایکس (X) ټولنیزه شبکه کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د سعودي عربستان، د هغه د اتباعو او ملي شتمنیو د په نښه کولو لپاره د حوثیانو هڅې ښکاره یو غیر مسؤلانه او دښمنانه چلند څرګندوي.
المالکي وویل چې حوثیانو په وروستیو کې په ابها، خمیس مشیط، جازان او نجران ښارونو کې پر ملکي او سوداګریزو تاسیساتو بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۷۳ کسان ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړه چې دا بریدونه د سعودي عربستان د ملي حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه ده او د دغه هیواد امنیت ګواښي.
نوموړي څرګنده کړه چې د "ترهګرو حوثي ملېشو" لخوا دا بې دلیله بریدونه د سعودي عربستان اقتصادي ځواک ته د زیان رسولو په موخه ترسره شوي دي. المالکي ټینګار وکړ چې عربي ایتلاف به د حوثیانو د دغو بریدونو د شنډولو او د دغه تیري کونکي چلند په وړاندې د پرېکنده مقابلې لپاره ټول اړین "عملي" اقدامات ترسره کړي.
ایران پلوه حوثیان د ۲۰۱۴ کال له سپټمبر راهیسې د پلازمینې صنعا په ګډون د یمن ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې لري. بلخوا، د سعودي عربستان په مشرۍ نړیوال ایتلاف د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې د یمن د رسمي حکومت ملاتړ کوي.



















