نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ : زما اصلي هدف د ایران تیل تر خپل کنټرول لاندې راوستل دي
د امریکا ولسمشر ویلي چې د هغه په زړه پورې کار په ایران کې د "تېلو نیول" وي او دا یې هم څرګنده کړې چې واشنګټن کولی شي د خارګ ټاپو د صادراتو حیاتي مرکز تر خپل کنټرول لاندې راولي.
ټرمپ : زما اصلي هدف د ایران تیل تر خپل کنټرول لاندې راوستل دي
ټرمپ : زما اصلي هدف د ایران تیل تر خپل کنټرول لاندې راوستل دي / AP
14 ساعته مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د تیلو د اصلي تاسیساتو نیولو ته اشاره وکړه.

د فیننشل ټایمز (Financial Times) د یو راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه په ایران کې د "تېلو نیولو" ته "ترجیح" ورکوي. په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو د شتون له زیاتوالي سره سم، هغه اشاره کړې چې واشنګټن ښايي د صادراتو مهم مرکز، خارګ ټاپو، ونیسي.

ټرمپ له فیننشل ټایمز سره په مرکه کې ویلي: "که ریښتیا درته ووایم، زما تر ټولو د خوښې وړ کار په ایران کې د تېلو کنټرول نیول دي." هغه دا تګلاره له وینزویلا سره پرتله کړه، چیرته چې امریکا هدف لري د تېلو سکټور "د نامعلوم وخت لپاره" کنټرول کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو د جګړې له امله د تېلو بیې په یوه میاشت کې ۵۰ سلنه لوړې شوې او د "برینټ" خامو تېلو بیه د هر بیرل ۱۱۶ ډالرو څخه اوښتې ده.

ټرمپ زیاته کړه: "ښايي موږ خارګ ټاپو ونیسو، او ښايي ویې نه نیسو. موږ ډیر انتخابونه لرو." هغه دا هم وویل چې دا ډول اقدام پدې معنی دی چې "موږ باید هلته د یو څه وخت لپاره پاتې شو." نوموړي زیاته کړه: "زه فکر نه کوم چې هغوی کومه دفاع ولري. موږ یې په ډیرې اسانۍ نیولی شو."

په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي شتون:
پنټاګون د ۱۰ زرو هغو سرتیرو د ځای پر ځای کولو امر کړی چې د ځمکنیو عملیاتو لپاره روزل شوي دي. له دې جملې څخه شاوخوا ۳۵۰۰ سرتیري، چې ۲۲۰۰ پکې سمندري ځواکونه  دي، لا دمخه سیمې ته رسیدلي او نور ځواکونه په لاره دي. چارواکو خبرداری ورکړی چې پر خارګ ټاپو برید کولی شي د امریکایي سرتیرو لپاره خطرونه زیات او جګړه اوږده کړي.

وروستي پرمختګونه ښيي چې په سعودي عربستان کې پر یوې هوایي اډې برید کې ۱۲ امریکایي سرتیري ټپیان شوي او د ۲۷۰ ملیون ډالرو په ارزښت یوه کشفي الوتکه ویجاړه شوې ده. همدارنګه د یمن د حوثي ځواکونو لخوا پر اسراییل د بالستیک توغندیو بریدونه شوي دي.

له دې کړکیچ سره سره، ټرمپ ویلي چې د پاکستاني "استازو" له لارې له ایران سره غیر مستقیمې خبرې اترې د پرمختګ په حال کې دي او زیاته یې کړه: "یوه هوکړه په چټکۍ سره کیدی شي." هغه دا هم وویل چې ایران د پاکستان په بیرغ لرونکو ۲۰ تېل وړونکو کښتیو ته اجازه ورکړې چې د هرمز تنګي څخه تیرې شي.

په سیمه کې کړکیچ وروسته له هغه روان دی چې اسراییل او امریکا د فبروري په ۲۸مه پر ایران بریدونه پیل کړل. په دغو بریدونو کې تر اوسه د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه ای په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډیر کسان وژل شوي دي. ایران په ځواب کې پر اسراییل، اردن، عراق او هغو خلیجي هیوادونو چې د امریکا پوځي اډې پکې دي، د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي، چې له امله یې مرګ ژوبله او مالي زیانونه اوښتي او نړیوال بازارونه او هوايي چلند یې ګډوډ کړی دی.

وپلټۍ
ولسمشر اردوغان: له دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوی نړیوال نظم د مشروعیت له ژور بحران سره مخ دی
د ایران سپاه پاسداران له ملکي وګړو غوښتي چې د امریکايي اډو ته نږدې سیمو څخه ځانونه لرې وساتي.
د تهران د ری په ښار د بریدونو په نتیجه کې ۵ تنو افغانانو ژوند د لاسه ورکړی
اردوغان: تورکیه به چوپه پاتې نه شي، ځکه چې اسرائیل سیمه د وینو په حمام کې بدله کړې.
د روسیې لاوروف وايي، امریکا د نورډ سټریم پر ګازو د کنټرول په لټه کې ده
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر امنیتي ځواکونو وسله وال برید شوی.
زیلینسکي: امریکا د اوکراین امنیتي تضمینونه له ډونباس څخه د وتلو سره تړلي دي
په کابل کې د پاکستاني برید د لسګونو قربانیانو لپاره دویمه ډله ییزه جنازه ادا شوه
چین ته د ټرمپ سفر چې د ایران د جګړې له امله ځنډیدلی وو د مې په ۱۴ مه نیټه ترسره کیږي.
جرمني پر امریکا او اسرائیلو په ایران د برید او جګړې له امله سختې نیوکې وکړې.
اسرائیل پلان لري چې په لبنان کې خپل یرغل نور هم پراخ کړي — راپور
د امریکا پوځ په کارابین کې د مخدره توکو په یوه مشکوکه کښتۍ برید کې څلور کسان وژلي دي
په توره بحیره کې د تورکیې اړوند په یوې ټانکر کښتۍ د ډرون الوتکې برید شوی
په ابوظبۍ کې د توغندي د شنډولو پر مهال دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
ایران د هرمز تنګي له لارې پر ټرانزیټ د خپل کنټرول اعلان وکړ