د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د بلجیم د ملکې ماتیلډ سره لیدنه وکړه او ویې ویل چې د ګمرکي اتحادیې نوي کول د تورکیې د اروپايي ټولنې د غړیتوب په لور د "چټک پرمختګ لپاره یوه کلیدي برخه" ده.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې وروستیو سیمه ییزو پرمختګونو یو ځل بیا د تورکیې او اروپايي ټولنې د اړیکو جیوپولیټیک اهمیت په ډاګه کړی دی. هغه ټینګار وکړ چې له اوسنیو شرایطو سره سم د ګمرکي اتحادیې نوي کول د اروپايي ټولنې د بشپړ غړیتوب په لور د مزل د ګړندي کولو لپاره خورا مهم دي.
ولسمشر دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په استانبول کې د بلجیم له ملکې ماتیلډ سره د لیدنې پرمهال وکړې. د تورکیې د عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د تورکیې او بلجیم پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه پر سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وشوې.
دغه ریاست پر خپله اېکس (X) پاڼه لیکلي: "ولسمشر اردوغان دا هم وویل چې د اروپايي ټولنې په دفاعي نوښتونو کې د تورکیې ګډون د ټولو خواوو په ګټه دی."
اردوغان زیاته کړه چې تورکیه او بلجیم د سوداګرۍ، دفاعي صنایعو، انرژۍ او کرنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ لوی ظرفیت لري او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړي کولو هڅې به دوام ومومي.
ولسمشر په نړیواله کچه د تورکیې مخ پر زیاتېدونکي ډیپلوماټیک رول ته په اشارې سره وویل چې هېواد به یې د روان کال د جولای په ۷مه او ۸مه په انقره کې د ناټو د مشرانو د سرمشریزې او د نوامبر له ۹مې څخه تر ۲۰مې پورې د COP31 اقلیمي کنفرانس کوربه وي.
د تورکیې ولسمشر یادونه وکړه چې شنه انرژي له بلجیم سره د همکارۍ یوه مهمه برخه ده او ټینګار یې وکړ چې ترکیه په اروپا کې د نوې کېدونکې انرژۍ د تولید په برخه کې یو له مخکښو هېوادونو څخه دی.
په دغه لیدنه کې اردوغان هیله څرګنده کړه چې له ترکي سوداګریزو کړیو سره د ملکې ماتیلډ لیدنې به رغنده او عملي پایلې ولري.












