د جرمني لومړي وزیر فریدریش میرز وړاندیز کړی چې جرمني دې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د هرمز تنګي د امنیت په ساتلو کې مرسته وکړي، او د هغو هېوادونو ترمنځ یې پر نړیوالې همغږۍ ټینګار کړی چې همکارۍ ته چمتو دي.
د جرمني لومړي وزیر فریدریش میرز د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د پوځي بریدونو د ژر تر ژره پای ته رسېدو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې سیمه ییزې جګړې ته د دې نښتې هر ډول اوښتل به د اروپا اقتصاد سخت زیانمن کړي.
هغه د دوشنبې په ورځ په برلین کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل: "که دا جګړه په یوه لویه سیمه ییزه نښته بدله شي، دا ښايي پر جرمني او اروپا تر هغه هم ډېر دروند بار وي چې موږ په دې وروستیو کې د کرونا وبا پر مهال یا (د ۲۰۲۲ په فبرورۍ کې) د اوکراین د جګړې په پیل کې تجربه کړی و."
میرز وویل چې له الشرع سره یې په خپله لیدنه کې په منځني ختیځ کې په وروستیو بدلونونو او د جګړې د غځېدو یا پراخېدو پر خطرونو خبرې کړي دي.
هغه زیاته کړه: "زما په فکر زه ویلای شم چې ولسمشر الشرع د دې جګړې د ستراتیژیکو اهدافو په اړه زما، او په حقیقت کې زموږ له شکونو او اندیښنو سره موافق دی."
"موږ هیله لرو چې داسې لارې چارې ومومو او ښايي د امریکا او اسرائیلو له حکومتونو سره خبرې وکړو چې دا جګړه څومره ژر کېږي پای ته ورسوو. خو دا به په راتلونکو ورځو یا شاید اونیو کې روښانه شي چې دا تر کومه حده ممکنه ده."
لومړي وزیر میرز یو ځل بیا خپل دا نظر تکرار کړ چې د ایران د اټومي پروګرام او په سیمه کې د تهران د بې ثباته کوونکو فعالیتونو پر سر لسیزې اوږده ستونزه "یوازې په پوځي لارو نه شي هوارېدای."
میرز وویل چې د دښمنۍ له پای ته رسېدو وروسته جرمني کولای شي د هرمز تنګي د امنیت په خوندي کولو کې مرسته وکړي او وړاندیز یې وکړ چې د هغو هېوادونو ترمنځ چې مرستې ته چمتو دي، د ممکنه اقداماتو د همغږۍ لپاره دې یو "نړیوال تماس ګروپ" جوړ شي.












