نوې سوریه
2 د لوستلو دقیقې
د سوریې ولسمشر د هېواد د بیارغونې لپاره د پراختیا صندوق پرانیست
د سوریې ولسمشر احمد الشرع د سوریې د پراختیا صندوق پرانیستی او ویلي یې دي چې دا به د هېواد د بیارغونې لپاره یوه کلیدي وسیله وي.
د سوریې ولسمشر د هېواد د بیارغونې لپاره د پراختیا صندوق پرانیست
احمد الشرع / وكالة الأنباء السورية (سانا)

د سوریې ولسمشر د هېواد د بیارغونې لپاره د پراختیا صندوق پرانیست

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د سوریې د پراختیا صندوق پرانیستی او ویلي یې دي چې دا به د هېواد د بیارغونې لپاره یوه کلیدي وسیله وي.

د سوریې د رسمي خبري اژانس (سانا) د راپور له مخې، دغه اعلان د پنجشنبې په ورځ په پلازمېنه دمشق کې د دمشق په کلا کې د یاد صندوق د پرانیستې مراسمو پر مهال وشو.

الشرع په خپله وینا کې وویل: "موږ نن د سوریې د پراختیا صندوق د پیل اعلانولو لپاره راټول شوي یو، چې له لارې یې تاسو ته بلنه درکوو چې خپلې سخاوتمندانه مرستې د هغه څه د بیارغونې لپاره ولګوئ چې نسکور شوي رژیم ویجاړ کړي دي، او هغه ځمکه چې هغوی سوځولې، بېرته په یو زرغون او هوسا هېواد بدله کړو."

"ړنګ شوي رژیم زموږ اقتصاد ویجاړ کړ، زموږ پیسې یې لوټ کړې، زموږ کورونه یې وران کړل او زموږ خلک یې په کمپونو او د کډوالو په ځایونو کې بې ځایه کړل. موږ نن دلته راټول شوي یو چې د خپلې ګرانې سوریې ټپونه راباندې کړو، د خپلو خلکو په مرسته یې بیا ورغوو، او بې ځایه شوي او کډوال خپلو مېنو ته ستانه کړو."

الشرع زیاته کړه، چې دغه صندوق به خورا شفاف وي او په ستراتیژیکو پروژو به ټولې لګول شوې پیسې په ډاګه کوي.

د سانا خبري اژانس د یوه خبریال په وینا، د صندوق له پرانیستل کېدو یوازې څو دقیقې وروسته، د مرستو اندازه له ۳۰ میلیونه ډالرو څخه واوښته.

وروسته، دولتي الاخباریه ټلوېزیون وویل چې له اعلان څخه شاوخوا یو ساعت وروسته د مرستو اندازه له ۶۰ میلیونه ډالرو څخه واوښته.

د سوریې مشر بشارالاسد، چې نږدې ۲۵ کاله یې واکمني کړې وه، د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې روسیې ته وتښتېد او په دې سره یې د بعث ګوند هغه رژیم پای ته ورساوه چې له ۱۹۶۳ کال راهیسې په واک کې و.

د جنورۍ په میاشت کې د الشرع په مشرۍ یوه نوې انتقالي اداره جوړه شوه.

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.