نوې سوریه
3 د لوستلو دقیقې
د سوریې حکومت د پلازمینې دمشق په لمنو کې د وسلو نه بار یو موټر چې پ ک ک ترهګرې ډلې ته وړل کیده ونیو
د سوریې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پلازمینې دمشق  په کلیوالي کې یې د وسلو او مهماتو یوه جوپه نیولې ده چې ویل کېږي د YPG/PKK ترهګرې ډلې، چې د SDF په نوم هم پېژندل کېږي، تر کنټرول لاندې سیمو ته وړل کېده.
د سوریې حکومت د پلازمینې دمشق په لمنو کې د وسلو نه بار یو موټر چې پ ک ک ترهګرې ډلې ته وړل کیده ونیو
/ AA Archive

د سوریې حکومت د پلازمینې دمشق په لمنو کې د وسلو نه بار یو موټر چې پ ک ک ترهګرې ډلې ته وړل کیده ونیو

د سوریې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پلازمینې دمشق  په کلیوالي کې یې د وسلو او مهماتو یوه جوپه نیولې ده چې ویل کېږي د YPG/PKK ترهګرې ډلې، چې د SDF په نوم هم پېژندل کېږي، تر کنټرول لاندې سیمو ته وړل کېده.

وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه رسمي بیان کې وویل چې د داخلي امنیت قوماندانۍ په دقت پلان شوې عملیات ترسره کړل او په دې کې یې د وسلو ډولونه، لکه د RPG لانچرونه، منځنۍ او سپکې وسلې ضبط کړې. په وسلو  بار د موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.

په بیان کې زیاته شوې: "اړوند چارواکو پلټنې پیل کړې دي ترڅو ټول هغه اړخونه وپېژني چې په دې کې ښکېل دي، او د هغوی د عدلي تعقیب لپاره قانوني ګامونه پورته کړي."

وزارت ټینګار وکړ چې د سوریې امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د هېواد د بې ثباته کولو هر ډول هڅې سره مقابله وکړي او د خپلو خلکو د ساتنې او ملي حاکمیت د خوندي کولو لپاره ژمن دي.

د ترهګرې ډلې سره نښتې

دغه نیونه په داسې حال کې شوې چې د سوریې حکومتي ځواکونه او د PKK/YPG ترهګرې ډلې ترمنځ نښتې روانې دي. د دولتي خبري اژانس SANA د راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ د سوریې پوځ د حلب ختیځ ته د تل معاز کلي ته نږدې د پوځ پر پوستو د نفوذ هڅه کوونکي یوه ډله په کمین کې ونیوله. په دې پېښه کې د ترهګرو د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شوی دی.

SANA د حکومتي سرچینې له قوله ویلي چې د PKK/YPG نورو ترهګرو چې د ام تینه کلي او دیر حافر ښار کې مېشت وو، د خپلو بند پاتې غړو د ژغورلو لپاره د تل معاز په سیمه کې د سوریې د پوځ پوستې په نښه کړې. نښتې د سپکو وسلو په ډزو پیل شوې او وروسته درنو وسلو او مرستندویو ځواکونو ته پراخه شوې.

دغه کړکېچ د مارچ په ۱۰مه د سوریې ولسمشر احمد الشراع او د PKK/YPG مشر فرهاد عبدي شاهین ترمنځ د یوې هوکړې وروسته رامنځته شوی چې په شمال ختیځ سوریه کې ملکي او پوځي ادارې د دولتي واک لاندې یوځای کړي، چې په دې کې د سرحدي دروازې، هوايي ډګرونه او د انرژۍ زیربناوې شاملې دي. دغه تړون د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا بیا تایید کړی، خو وزارت ویلي چې PKK/YPG په پرله‌پسې ډول دغه تړون مات کړی دی.

له هغه وروسته چې د رژیم مشر بشار الاسد د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۸مه د ۲۴ کلونو واکمنۍ وروسته له واکه لرې شو، د سوریې حکومت د هېواد د امنیت د بیا ټینګښت لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي.

 

وپلټۍ
هکرانو د امریکا د پخواني ولسمشر اوباما د سپینې ماڼۍ د انسټاګرام حساب هک کړی
فرانسې د روسیې د تیلو بېړۍ د نیولو نه خبر ورکړی دی
د تورکیې اقتصاد د کال په لومړۍ ربع کې ۲.۵ سلنه وده کړې
د میانمار په شمال کې په یوه چاودنه کې لسګونه کسان وژل شوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، له امریکا سره خبرې اترې او د پیغامونو تبادله روانه ده
ایران په کویټ کې د امریکا پر هوايي اډه برید وکړ
په غزه کې د اوربند سره سره د اختر په ورځو کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۳۳ فلسطینیان وژل شوي
ټرمپ ایران ته د سولې د هوکړې یو اصلاح شوی متن چې سخت شرایط لري، لېږلی دی
نتنیاهو د حزب الله د ناڅاپي راکټي بریدونو له امله د جګړې بیړنۍ کابینه راوبلله
اردوغان د استانبول د فتحې ۵۷۳مه کلیزه ولمانځله
په لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۸ افغان راستنېدونکي مړه او ۳۰ نور ټپیان شول
روسیې او افغانستان د پوځي همکاریو یو هوکړه لیک لاسلیک کړ
د جیف بیزوس د فضایي شرکت لپاره لویه ضربه؛ د بلو اورېجن شرکت فضايي توغندی د توغولو پر ځای وچاودېد
نتنیاهو د غزې د ۶۰ سلنه خاورې د اشغالولو ویاړ وکړ او د اوربند خلاف یې د اشغال د غځولو امر وکړ
جې ډي وانس :واشنګټن تر اوسه له ایران سره هوکړې ته "نه دی رسېدلی" خو لوري سره نږدې شوي دي.