نوې سوریه
1 د لوستلو دقیقه
د اسرائیلو پوځ د سوریې په قنیطره ولایت کې دوه کسان ونیول
اسرائیل د سوریې په جنوب کې د درعا او قنیطره په ولایتونو کې چې دوی اشغال کړي دي، ۱۰ اډې او پوځي پوستې جوړې کړې دي
د اسرائیلو پوځ د سوریې په قنیطره ولایت کې دوه کسان ونیول
پرون د سوریې په قنیطره ولایت کې د اسراییلو له خوا د نیول شویو ولسي وګړو د خوشې کېدو لپاره لاریون ترسره شو.

د اسرائیلو پوځ د سوریې په جنوب کې د قنیطره ولایت په شمالي کلیوالي سیمه کې د جباتا الحشاب په ښارګوټي چاپه ووهله او دوه کسان یې ونیول.

د سوریې د دولتي ټلویزیوني چینل الاخباریه په وینا، اسرائیلي سرتیرو د جباتا الحشاب په ښارګوټي برید وکړ او ګڼ شمیر کورونه یې تلاشي کړل.

د چاپې پر مهال دوه کسان د اسرائیلي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

د بشارالاسد د رژیم له ړنګیدو وروسته (دسمبر ۲۰۲۴)، د اسرائیلو پوځ، په ۱۹۷۴ کال کې د لاسلیک شوي "د ځواکونو د جلا کولو تړون" څخه په سرغړونه کې، د سوریې په سویلي درعا او قنیطره ولایتونو کې، چې اشغال کړي یې دي، ۱۰ اډې او پوځي پوستې جوړې کړې.

د سوریې د ولسمشر احمد شارع د پخوانۍ وینا له مخې، د اسرائیلو پوځ د ۲۰۲۴ کال د دسمبر د ۸مې او د ۲۰۲۵ کال د جولای د ۱۸مې ترمنځ د سوریې په مختلفو برخو کې له ۱۰۰۰ څخه زیات هوايي بریدونه او شاوخوا ۴۰۰ ځمکني بریدونه کړي دي.

وپلټۍ
متحده عربي اماراتو ملي تېلو شرکت«اډنوک» اعلان وکړ چې یوه بېړۍ یې په هرمز تنګي کې تر برید لاندې راغلی
د حوثیانو له خوا توغول شوی یو کروز توغندی د ریاض په سیمه کې له منځه یوړل شو
د روسیې په کېمېروو سیمه کې د یوې پوځي ترانسپورتي الوتکې د لوېدو له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ایران پوځ په کویټ کې د امریکا په هوايي اډه کې د پېټریوټ دفاعي سیسټمونو د ویشتو ادعا وکړه.
امریکا د ایران پر قیشم ټاپو ګڼ شمېر بریدونه کړي دي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ټرمپ: د روسیې او اوکراین جګړه حل ته «ډېره نږدې» شوې ده
په ټوله اروپا کې د امریکا سفارتونو  خپلو اتباعو ته د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي