اسرائیلي پوځ تایید کړې چې په سویلي لبنان کې د یوه سرتېري لخوا د حضرت عیسی (ع) د مجسمې د ماتولو هغه انځور چې په پراخه کچه خپور شوی، رښتینی دی.
اسرائیلي پوځ وروسته له هغه دا حقیقت ومانه چې د یوې ویډیو خپرېدو پراخ غبرګونونه راوپارول. په دغه ویډیو کې یو سرتېری ښکاري چې په "دیر سریان" ښارګوټي کې د یوه برقي تبر په واسطه د حضرت عیسی (ع) د مجسمې سر ماتوي.
اسرائیلي پوځ موندلې چې په دې پېښه کې یو داسې سرتېری ښکېل دی چې په سویلي لبنان کې په عملیاتو بوخت و. دغه مذهبي بې حرمتي په داسې حال کې شوې چې اسرائیلي پوځ تل ادعا کوي چې دوی "د ملکي بنسټونو، مذهبي ودانیو یا مذهبي سمبولونو د زیانمنولو هیڅ نیت نه لري."
که څه هم پوځ وايي چې د دوی شمالي قومانداني د دې پېښې په اړه څېړنې کوي، خو د سرتېري د هویت یا کوم ځانګړي انضباطي اقدام په اړه یې هیڅ جزیات نه دي ورکړي.
د امریکا د کانګرس پخوانۍ غړې "مارجري ټیلر ګرین" پر دې خبر سخت غبرګون وښود او له اسرایلو څخه یې د امریکا پر بې ساري ملاتړ پوښتنه راپورته کړه. هغې وویل چې دا څنګه "زموږ تر ټولو نږدې متحد" دی چې میلیاردونه ډالره مالیه او وسلې ترلاسه کوي خو مذهبي سمبولونو ته سپکاوی کوي.
مشهور امریکايي خبریال "راین ګریم" وویل: "اسرائیلي سرتېري له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې په پرله پسې ډول د خپلو جنګي جرمونو او کلتوري بې حرمتیو انځورونه او ویډیوګانې خپروي." همدا راز، پېژندل شوي پخواني کانګرس مین "میټ ګیټز" دا اسرائیلي اقدام "وحشتناک" وباله.
د نورو مذهبي ځایونو ویجاړول:
لبناني رسنیو په همدې ولسوالۍ کې د "عین ابل" په کلي کې د یو بل مسیحي مذهبي ځای د زیانمنېدو خبر هم ورکړی دی. راپورونه ښيي چې د اسرایلو بریدونو په سویلي لبنان کې یو شمېر نور مذهبي ځایونه هم په نښه کړي، چې په هغو کې د "صور" په ولسوالۍ کې د "شمع" کلی هم شامل دی.
د یادونې وړ ده چې د مارچ له ۲مې راهیسې پر لبنان د اسرائیلو په بریدونو کې ۲۲۹۴ کسان وژل شوي او له یو میلیون څخه ډېر نور خلک له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.












