د تورکیې ولسمشر "هیڅ داسې چوکاټ چې اصلي سیمه ییز لوبغاړي پکې شامل نه وي، په سیمه کې سوله او امنیت نشي تامینولی."
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، هیڅ داسې کاري چوکاټ چې اصلي سیمه ییز لوبغاړي له پامه غورځوي، نشي کولی د سولې او امنیت غوښتنې ته ځواب ووایي.
اردوغان د پنجشنبې په ورځ د پارلمانونو د نړیوالې اتحادیې (IPU) د ۱۵۲مې عمومي غونډې په ویاړ جوړ شوي د میلمستیا په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل: "هیڅ داسې چوکاټ چې اصلي سیمه ییز لوبغاړي پکې شامل نه وي، په سیمه کې سوله او امنیت نشي راوستلی."
هغه همدارنګه وویل چې هغه نړیوال سیستم چې د دویمې نړیوالې جګړې د ګټونکو لخوا رامینځته شوی، اوس د "مشروعیت له لوی بحران" سره مخ دی.
د فلسطین په اړه، اردوغان له ټولو پارلماني استازو وغوښتل چې ژر تر ژره د "دوه دولتي حل لارې" د پلي کولو لپاره خپلې هڅې همغږې کړي، او دا یې د یوې عادلانه او تلپاتې سولې لپاره یوازینۍ لاره وبلله.
نوموړي زیاته کړه: "د برابرۍ او شراکت پر بنسټ، د افریقا په اړه د تورکیې پالیسي د افریقایي هیوادونو د مخ پر زیاتیدونکي ملاتړ له امله لا پیاوړې کیږي."
اردوغان دا هم وویل چې تورکیه په سوډان کې د بې ثباتۍ د پای ته رسولو لپاره له ټولو ډیپلوماټیکو هڅو څخه ملاتړ کوي.










