مصطفی کمال اتاترک دا ځانګړې ورځ ماشومانو ته په ډالۍ کولو سره په نړۍ کې یو نوی ګام پورته کړ. د ۱۹۷۹ کال راهیسې، د اپریل ۲۳مې لمانځنې نړیوال اړخ غوره کړ. د تورکیې د ملي شورا په آرشیفونو کې شته اسناد نن هم د هغو تاریخي ورځو جوش او جذبه ژوندۍ ساتي.
د اپریل ۲۳مه؛ د لومړۍ ملي شورا له پرانیستلو پوره یو کال وروسته، د ۱۹۲۱ کال د اپریل په ۲۳مه د ملي اختر په توګه ولمانځل شوه.
غازي مصطفی کمال اتاترک دا اختر د ۱۹۲۹ کال د اپریل په ۲۳مه ماشومانو ته ډالۍ کړ. د اپریل ۲۳مه د ۱۹۳۵ کال د می په ۲۷مه د تصویب شوي قانون له مخې د "ملي حاکمیت د جشن" په نوم ونومول شوه.
تورکیه د نړۍ د ماشومانو کوربه توب کوي په مراسمو کې ماشومانو په لومړۍ لیکه کې ځای واخیست. اتاترک د خپل ماموریت پر مهال د اپریل د ۲۳مې په اونیو کې ماشومان په خپل دفتر کې منل او له هغوی سره یې نږدې مینه کوله. دا دود د وخت په تېرېدو سره د وزیرانو او دولتي چارواکو ترمنځ هم دود شو، او په سمبولیک ډول ماشومانو ته د څوکیو پرېښودل په یو دود بدل شول.
د اپریل ۲۳مې د ملي حاکمیت اختر په لومړي ځل په ۱۹۷۹ کال کې د ۶ هېوادونو په ګډون نړیواله کچه غوره کړه. له هغه وروسته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ماشومان تورکیې ته راتلل پیل کړل. تورکیه په نړۍ کې لومړی او یوازینی هېواد شو چې خپلو ماشومانو ته یې یو اختر ډالۍ کړ او دا اختر یې له نړۍ سره شریک کړ.
د اپریل ۲۳مې د ملي اختر په توګه د اعلانولو پروسه د ترکیې د ملي
شورا په آرشیف کې شتون لري. په آرشیف کې هغه اعلامیه هم شته چې پکې ویل شوي د تورکیې ملي شورا به په انقره کې د اپریل په ۲۳مه، د جمعې په ورځ د جمعې له لمانځه وروسته د دعاګانو او مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شي. دا سند چې د استازولۍ د هیئت د مشر مصطفی کمال پاشا لاسلیک لري، نن هم د هغه تاریخي ورځې ولوله انځوروي.

























