دغې ټولنې ویلي چې دا ګام د اسد د رژیم له نسکورېدو وروسته د سوریې د انتقالي دورې او اقتصادي بیارغونې ملاتړ کوي.
اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ له سوریې سره د خپلې همکارۍ تړون بشپړ پلي کول بېرته پیل کړل، چې دا د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته د اړیکو د بیا رغولو په لور یو بل ګام ګڼل کېږي.
د اروپايي ټولنې شورا هغه پرېکړه تصویب کړه چې له مخې یې د سوریې او اروپايي اقتصادي ټولنې ترمنځ د همکارۍ د تړون نسبي ځنډول پای ته رسېږي. په دې سره د ۲۰۱۱ کال هغه پرېکړه لغوه شوه چې د اسد د رژیم لخوا د بشري حقونو د پراخ نقض له امله د دغه تړون ځینې برخې یې درولې وې.
شورا په یوه اعلامیه کې ویلي: "دا پرېکړه له سوریې سره د بیا ښکېلتیا او د دغه هېواد د اقتصادي بیارغونې په برخه کې د اروپايي ټولنې د ژمنتیا یو څرګند سیاسي پیغام ورکوي."
د تړون دغه ځنډول چې په ۲۰۱۱ کال کې پیل او په ۲۰۱۲ کال کې نور هم پراخ شول، د سوریې د صادراتو په اړه پر سوداګریزو احکامو تمرکز درلود، چې تېل، د تېلو مشتقات، سره زر، قیمتي فلزات او الماس پکې شامل وو.
شورا زیاته کړې چې هغه شرایط چې د تړون د ځنډېدو لامل شوي وو، د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د اسد د سقوط او د روان کال په پیل کې د اروپايي ټولنې لخوا د اقتصادي بندیزونو (پرته له هغو چې د امنیتي ملحوظاتو له امله ساتل شوي) له لیرې کولو وروسته "نور شتون نه لري."
سوله ییزه او ټولګډونه انتقالي دوره
د شورا په وینا، د دغه تړون بېرته پیلول په سوریه کې د "یوې سوله ییزې او ټولګډونه انتقالي دورې" د ملاتړ او د هېواد له ټولنیز-اقتصادي بیارغونې سره د مرستې په موخه د دغې ټولنې د پراخې تګلارې برخه ده.
په اعلامیه کې یادونه شوې چې اروپايي کمیسیون به په رسمي ډول د سوریې چارواکو ته دا پرېکړه خبر کړي او د تړون بېرته فعال شوي احکام به د خبرتیا له لېږلو وروسته د راتلونکې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پلي شي.
د همکارۍ دا تړون چې په ۱۹۷۷ کال کې لاسلیک شوی و، د اروپايي ټولنې او سوریې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو اصلي چوکاټ جوړوي.
شورا وویل چې اروپايي ټولنه د بشري حقونو، ټولګډونه حکومتولۍ او د نړیوال اقتصادي سیستم سره د سوریې د بېرته یوځای کېدو ملاتړ ته ژمنه ده.














