اقتصاد
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې دفاعي شرکتونو د ساحا ۲۰۲۶ نندارتون کې د نږدې ۸ میلیارد ډالرو صادراتو تړونونه لاسلیک کړل
د ساحا  استانبول رئیس هالوک بیرقدار وویل "د یو هیواد په توګه، موږ په ساحا ۲۰۲۶ نندارتون  SAHA 2026 کې یو تاریخي ریکارډ جوړ کړ."
د تورکیې دفاعي شرکتونو د ساحا ۲۰۲۶ نندارتون کې د نږدې ۸ میلیارد ډالرو صادراتو تړونونه لاسلیک کړل
د تورکیې دفاعي شرکتونو د ساحا ۲۰۲۶ نندارتون کې د نږدې ۸ میلیارد ډالرو صادراتو تړونونه لاسلیک کړل / AA

بیرقدار د جمعې په ورځ وویل چې تورکي شرکتونو د ساحا ۲۰۲۶  نړیوال دفاع او فضايي نندارتون په لومړیو دریو ورځو کې نږدې ۸ میلیارد ډالرو صادراتي قراردادونه لاسلیک کړي دي.

بیرقدار په اېکس کې ویلي: «زه د ساحه استانبول ټولو غړو ته چې دا ویاړمنه لاسته راوړنه یې ترلاسه کړه، د زړه له کومې مبارکي وایم.»

هغه زیاته کړه: "په ساحا ۲۰۲۶ نندارتون کې، د یو هیواد په توګه، موږ یو تاریخي ریکارډ ترلاسه کړ."

تورکي شرکتونه په “ساحه ۲۰۲۶” کې خپل نوي او پرمختللي محصولات نندارې ته وړاندې کوي. دا نندارتون د مې له ۵مې تر ۹مې پورې د استانبول په نندارتون مرکز کې ترسره کېږي. دا پروګرام د تورکیې او اروپا د دفاعي، هوايي چلند او فضايي صنعت تر ټولو لویې ډلو لخوا تنظیم شوی، او “انادولو خبري اژانس” یې نړیوال رسنیز شریک دی.

د تورکیې د فضايي صنایع اړوند د تورکیې انجن شرکت  اجرائیه رئیس د تورکیې د هوايي چلند انجن پراختیا په مینځ کې د صادراتو ودې ته سترګې په لار دی.

د شرکت اجرائیه رئیس وويل چې د تورکیې “تورکیې انجن شرکت” یا په نړیوال هوايي اکمالاتي ځنځیر کې خپل رول پراخوي، او هممهاله هڅه کوي چې د کورنیو انجنونو د جوړولو وړتیا هم چټکه کړي.

“محمود فاروق اکسیت” په استانبول کې د “ساحه” نړیوال دفاعي نندارتون پر مهال له “انادولو” سره په خبرو کې ویلي چې دا شرکت د هوايي چلند په صنعت کې دوه ګونی رول لري: د تورکیې لپاره د انجنونو مهمې ټکنالوژۍ جوړول، او د نړیوالو هوايي انجن پروګرامونو ملاتړ د پرزو او ماډیولونو د تولید له لارې.

هغه ویلي: «زموږ له مهمو فعالیتونو څخه یو د پرزو او ماډیولونو تولید دی.»

ده زیاته کړه چې د “تي‌اي‌اي” صادرات په پرله‌پسې ډول زیات شوي دي.

هغه وویل: «تېر کال زموږ صادرات نږدې نیم میلیارد ډالرو ته رسېدلي وو، او دا ټولې پرزې د پنځوسو څخه زیاتو بېلابېلو انجن پروګرامونو کې کارول کېږي.»

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".
نتنیاهو ټرمپ سره په ټيلیفوني خبرونو کې ایران ته په اشارې سره وویل موږ یو کار لرو چې باید بشپړ یې کړو
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان ساموس ټاپو ته نږدې د کښتۍ ډوبېدو له امله ګڼشمیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړی.