نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا یوه سناتور د زیږون له لارې د تابعیت د حق د ختمولو لپاره په اساسي قانون کې د تعدیل وړاندیز وکړ
د کینټکي ایالت سناتور رینډ پال استدلال کوي چې له غیرقانوني کډوالۍ څخه د تابعیت د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره ناوړه ګټه اخیستل کېږي.
امریکا یوه سناتور د زیږون له لارې د تابعیت د حق د ختمولو لپاره په اساسي قانون کې د تعدیل وړاندیز وکړ
امریکا یوه سناتور د زیږون له لارې د تابعیت د حق د ختمولو لپاره په اساسي قانون کې د تعدیل وړاندیز وکړ / Reuters

د امریکا سناتور رینډ پال ویلي چې ده په اساسي قانون کې یو داسې تعدیل وړاندې کړی چې موخه یې په امریکا کې د هغو ماشومانو لپاره د زیږون له لارې د اتوماتیک تابعیت حق ختمول دي چې میندې او پلرونه یې غیرقانوني کډوال وي.

رېنډ پال د دوشنبې په ورځ پر ایکس (پخواني ټویټر) ولیکل: "ما د زیږون له لارې د تابعیت د پای ته رسولو لپاره په اساسي قانون کې تعدیل وړاندې کړ." هغه زیاته کړه: "د اساسي قانون ۱۴م تعدیل هیڅکله د دې لپاره نه و چې غیرقانوني ننوتلو ته انعام ورکړي."

دغه کینټکي مېشتي سناتور د قانوني او غیرقانوني کډوالۍ ترمنځ توپیر وکړ او ادعا یې وکړه چې قانوني کډوالۍ په تاریخي ډول امریکا پیاوړې کړې، خو غیرقانوني کډوالي له سیستم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره کارول کېږي.

پال وویل: "قانوني کډوالۍ دا هېواد جوړ کړی دی. خو له غیرقانوني کډوالۍ څخه د سیستم د غولولو لپاره کار اخیستل کېږي. یوازې د هغو کسانو ماشومان باید اتوماتیک تابعیت ترلاسه کړي چې په قانوني ډول دلته اوسېږي."

ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېر کال واک ته له رسېدو لږ وروسته یو اجراییوي فرمان صادر کړی و چې غوښتل یې هغو ماشومانو ته د تابعیت ورکولو پخوانۍ لړۍ پای ته ورسوي چې میندې یې بې اسناده (غیرقانوني) کډوالې وي. خو دغه فرمان سمدستي د مدني حقونو د ډلو او د امریکا د څو ایالتونو له لوري په محکمو کې له قانوني ننګونو سره مخ شو.

د متحده ایالاتو د اساسي قانون ۱۴م تعدیل، چې په ۱۸۶۸ کال کې تر کورنۍ جګړې وروسته تصویب شو، وايي چې ټول هغه کسان چې په امریکا کې زېږېدلي یا یې تابعیت اخیستی او د دې هېواد د قوانینو تابع وي، امریکایي اتباع دي.

وپلټۍ
د اسرائیلو پوځ وايي چې د لبنان پولې ته نږدې یې یو ارشد بریدمل وژل شوی دی
ایران د سولې ځواب ته د ټرمپ غبرګون "بې مانا" وباله
تورکیې په پاکستان کې د پولیسو پر یو مرکز وژونکی برید په کلکه وغانده
ټرمپ د سولې وړاندیز ته د ایران ځواب 'په بشپړ ډول د نه منلو وړ' وباله
ترکیه او بلجیم په دفاعي او د انرژۍ په سکتورونو کې د همکارۍ نوي افقونه لټوي
ایران د پاکستاني منځګړو له لارې د امریکا د 'جګړې پای ته رسولو' وړاندیز ته ځواب وسپاره
اسرائیلو د ایران د جګړې د ملاتړ لپاره په عراق کې پټه اډه جوړه کړې
سوریې د اسد د دورې د سرغړونو له امله د پخواني ولسمشر بشارلاسد یو مهم همکار لوړپوړی جنرال ونیول.
پوتین وايي فکر کوي چې په اوکراین کې جګړه 'پای ته رسېږي'
ایران هغه هیوادونو ته چې د ایران پر وړاندې د امریکا بندیزونه پلي کوي خبرداری ورکړ
په پاکستان کې د پولیسو پر مرکز د موټر بم برید کې په نتیجه کې لږ تر لږه  ۱۵ کسان وژل شوي
ولسمشر اردوغان: له تورکیې پرته اروپا 'نیمګړې او د بحرانونو په مدیریت کې کمزورې ده'
اردوغان: د صادراتو په ډېرېدو سره ترکیه د یوه باوري نړیوال دفاعي ځواک په توګه راڅرګنده شوې
د امریکا د ترهګرۍ ضد پخواني چارواکي ویلي،ایران د امریکا او اسرائیل له جګړې مخکې اټومي وسلې نه جوړولې
د امریکا کانګرس ۳۰ غړو له روبیو څخه د اسرائیل د اټومي وړتیا په اړه پوښتنې کړې دي