روبیو وویل چې امریکا به یا له ایران سره یوې ښې هوکړې ته ورسېږي او یا به له دغه هېواد سره په "بله لاره" چلند وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي دي چې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د ایران او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ په روانو خبرو اترو کې ښايي "نن" څه خبر ترلاسه شي.
روبیو د دوشنبې په ورځ د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل: "کار لا هم روان دی. موږ فکر کاوه چې تېره شپه به کوم خبر ولرو، ښايي نن وي..." نوموړی دا مهال د هند په سفر بوخت دی او له نوي ډیلي څخه د تاج محل لیدو لپاره اګرې ښار ته روان و.
دغه امریکایي ډیپلومات وویل، پر میز باندې یو پیاوړی وړاندیز شتون لري چې له مخې به یې دواړه لوري وتوانېږي د هرمز تنګی پرانیزي او د اټومي مسایلو په اړه جدي، د پام وړ او وخت لرونکي مذاکرات پیل کړي. هغه زیاته کړه: "هیله ده چې موږ دا کار ترسره کړای شو."
روبیو چې په څلور ورځني سفر هند ته تللی، وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ "ناوړه هوکړه" نه کوي او امریکا غواړي ډیپلوماسۍ ته د بریا هر چانس ورکړي. هغه وویل: "لکه څنګه چې ولسمشر وویل، هغه په بېړه کې نه دی؛ هغه به ناوړه هوکړه ونکړي. نو راځئ وګورو چې څه کېږي. موږ به مخکې له دې چې نورې لارې چارې ولټوو، ډیپلوماسۍ ته د بریا هر چانس ورکړو."
روبیو په ډاګه کړه چې امریکا به یا له ایران سره یوه ښه هوکړه وکړي او یا به له دغه هېواد سره په "بله لاره" چلند وکړي.
دواړه لوري باید وخت واخلي او کار سم ترسره کړي
یوه ورځ وړاندې، ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې 'ټروت سوشل' لیکلي وو چې په هرمز تنګي کې د ایراني کښتیو په وړاندې د امریکا سمندري کلابندي به تر هغه وخته پر خپل ځای وي چې یوه هوکړه لاسلیک او تایید شي. هغه زیاته کړه: "دواړه لوري باید وخت واخلي او کار سم ترسره کړي."
د ایران حکومت تر اوسه په رسمي ډول ځواب نه دی ورکړی، خو تسنیم خبري اژانس چې له سپاه پاسداران سره نږدې دی، ویلي چې امریکا لا هم د هوکړې د ځینو برخو په وړاندې خنډونه جوړوي، چې په هغو کې د ایران د کنګل شویو پیسو د خوشې کولو غوښتنه هم شامله ده.
د دوشنبې په ورځ د تېلو بیې ۶ سلنه راټیټې شوې، ځکه دا هیله زیاته شوې چې امریکا او ایران د سولې هوکړې ته نږدې شوي دي. ټرمپ د شنبې په ورځ د یوې احتمالي هوکړې په اړه هیلې راټوکولې وې او ویلي یې وو چې واشنګټن او تهران د یوې تفاهم نامې په اړه چې د هرمز تنګی به بېرته پرانیزي، "تر ډېره حده خبرې" کړې دي.
دواړه لوري لا هم په څو ستونزمنو مسایلو کې اختلاف لري، لکه: د ایران اټومي پروګرام، په لبنان کې د حزب الله او اسراییلو جګړه، د بندیزونو لیرې کول او د ایران د هغو لسګونه ملیارده ډالرو خوشې کول چې په بهرنیو بانکونو کې کنګل شوي دي.
اختلافي ټکي
د ټرمپ د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي د روانو مذاکراتو د جزیاتو په اړه ویلي چې ایران "په اصولو کې" منلې چې د هرمز تنګی پرانیزي او د خپل یورانیمو غني شوې زېرمې له منځه یوسي، په بدل کې به یې امریکا خپله سمندري کلابندي لیرې کوي.
دغه چارواکي زیاته کړه چې د امریکا په پوهه، د ایران ستر رهبر ایت الله مجتبی خامنه يي د دې هوکړې کلیات تایید کړي دي. خو د ایران له لوري تر اوسه د دې خبرې پخلی نه دی شوی.
د امریکا دغه چارواکي وویل چې لومړی ګام به د هرمز تنګي پرانیستل او د امریکا د سمندري کلابندۍ لیرې کول وي، او د اټومي مسایلو په جزیاتو بحث به ډېر وخت ونیسي. یو بل چارواکي ویلي چې د وړاندیز شوي چوکاټ له مخې به مذاکره کوونکو ته ۶۰ ورځې وخت ورکړل شي ترڅو یوې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.





















