تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان: په سوریه او لبنان د اسرائیلو بریدونه تورکیې ته هم ګواښ دی
د تورکیې ولسمشر اردوغان پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د نړۍ د ثبات په وړاندې د اسرائیلو د ګواښونو مخه ونیسي.
ولسمشر اردوغان: په سوریه او لبنان د اسرائیلو بریدونه تورکیې ته هم ګواښ دی
رجب طيب أردوغان

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ وویل چې په سوریه او لبنان د اسرائیلو بریدونه داسې کچې ته رسېدلي چې تورکیه هم ګواښي. هغه زیاته کړه چې د اسرائیلو «تېری» ټولې نړۍ ته یو ګواښ دی او باید ودرول شي.

اردوغان په پارلمان کې وکیلانو ته د وینا پر مهال، وویل د اسرائیلو دا ډول اقدامات کولی شي د مدیترانې په ختیځ او ټوله سیمه کې بې ثباتي نوره هم زیاته کړي.

هغه وویل: "د تورکیې امنیت له هاتای څخه نه، بلکې له حلب، دمشق او بیروت څخه پیلېږي. موږ به نه د خپلو وروڼو په هېوادونو کې کوم تحمیل شوی عمل (امر واقع) وزغمو او نه به هم پر تېري سترګې پټې کړو." هغه ټینګار وکړ چې د هېواد امنیت یې له پولو هاخوا غځېدلی دی.

ولسمشر اردوغان همدارنګه د اسرائیلیانو د «موعودې ځمکې ادعا» یو خیال وباله او ویې ویل چې تورکیه د هغوی له اصلي هدف څخه پوره خبره ده. هغه زیاته کړه: "د خدای په مرسته ، موږ به هیڅکله د دې اجازه ورنکړو."

اردوغان نورو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې له اسرائیلو سره ملګري نشي: "هیڅوک باید د خطرناکو لوبو په لټه کې نشي. هیڅوک باید د صهیونیسټي قتل‌عام د شبکې د خپو پلونه ونه څاري."

ولسمشر اردوغان  خبرداری ورکړ چې د اسرائیلو د کړنو په مخنیوي کې پاتې راتلل به د سیمې او نړیوالې ټولنې لپاره جدي پایلې ولري. هغه وویل: "که د اسرائیلو دغه زورواکي ونه درول شي، نو له سیمې سره یوځای به ټوله نړۍ د دې پایلې وګالي."

"اسرائیل باید ودرول شي. دا د انسانیت دنده ده... باید اجازه ورنکړل شي چې تاریخ تکرار شي."

اردوغان دا خبرداری هم ورکړ چې تورکیه به د مدیترانې په ختیځ کې د خپلو اتباعو یا د قبرس د ترکانو د حقونو په نښه کولو ته کلک ځواب ورکړي: "که په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې او د قبرس د ترکانو حقونه په نښه شي، زه غواړم دا روښانه وي چې زموږ ځواب به خورا روښانه او خورا سخت وي."

 

وپلټۍ
هند د چین سرحدي سیمې ته په همالیا کې د یو ستراتیژیک تونل کیندلو چارې بشپړې کړې
غیرقانوني اسرائیلي میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د يو فلسطیني موټر ته اور واچاوه
تورکیې او کاناډا د آزادې سوداګرۍ تړون په اړه خبرې اترې پیل کړې
ولسمشر اردوغان وینزویلا له  سرپرستې ولسمشرې سره د دوه اړخیزو اړیکو او نړیوالو مسلو په اړه خبرې وکړې
چین او شمالي کوریا د پیونګ یانګ په سرمشریزه کې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه موافقه وکړه
روسیې یو ځل بیا د یو خپلواک فلسطیني دولت چې پلازمینه يې ختیځ بیت المقدس وي غوښتنه وکړه
د امریکا یوې محکمې د ماهرو کارګرانو د ویزې غوښتنلیکونو لپاره د ټرمپ ادارې ۱۰۰،۰۰۰ ډالري فیس لغوه کړ.
د هرمز تنګي ته نږدې د امریکايي پوځ یوه اپاچي چورلکه غورځېدلې؛ ټرمپ وايي پیلوټان "ښه" دي
ایران او اسرائیل په یو بل د متقابلو بریدونه د پایته رسولو اعلان وکړ
د غوښتنې په صورت کې تورکیه چمتو ده چې د هرمز تنګي د ماینونو پاکولو په برخه کې مرسته وکړي.
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د پولیسو او یوې اعتراض کوونکې ډلې ترمنځ نښتو کې اووه کسان ووژل شول
د اوربند سره سره  په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰ فلسطینیان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي
حوثیانو په سره سمندرګي کې پر اسرائیلو د کښتۍ چلولو د بشپړ بندیز ګواښ وکړ
په امریکا کې د انګلستان د نړیوال جام تمریناتي کمپ ته نږدې په ډزو کې لږ تر لږه نهه تنه ټپیان شوي
د مهمو خبرونو غور چاڼ