سیمه ییز مشران به د بلغاریا په پلازمېنه کې پر همکارۍ، امنیت او اقتصادي ادغام خبرې وکړي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان به د چهارشنبې په ورځ د بلغاریا په پلازمېنه صوفیه کې د سویل ختیځې اروپا د همکارۍ پروسې د هیوادونو او حکومتونو د مشرانو په سرمشریزه کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان استازیتوب وکړي.
دا سرمشریزه چې د بلغاریا په دوره یي مشرۍ جوړیږي، موضوع یې "د یو باثباته، خوندي او تلپاتې راتلونکي لپاره د سیمه ییز یووالي پیاوړتیا: د ۳۰ کلنې ملګرتیا او پرمختګ منعکس کول" ده.
تمه کیږي چې په دې غونډه کې به د سویل ختیځې اروپا د همکارۍ د ۱۳ غړو هیوادونو د دولتونو او حکومتونو مشران، د بهرنیو چارو وزیران او د سیمه ییزې همکارۍ شورا سرمنشي ګډون وکړي. ګډونوال به د سرمشریزې یوه اعلامیه هم صادره کړي.
فیدان به په خپله وینا کې په بالکان کې د سیمه ییز مالکیت او شمولیت پر اصولو ولاړې همکارۍ څخه د تورکیې ملاتړ تکرار کړي. هغه به د دې ټولنې پر اهمیت، چې تورکیه یې یو له بنسټ اېښودونکو څخه ده، د سیمې د یوې اصلي ډیالوګ پلیټ فارم په توګه ټینګار وکړي.
همدارنګه تمه کیږي چې فیدان د سیمې او نړیوال امنیت لپاره د بالکان ستراتیژیک اهمیت روښانه کړي او د ښه ګاونډیتوب د اړیکو او سیمه ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر به د ټرانسپورټ او انرژۍ د شبکو په ګډون د نښلولو له پروژو څخه ملاتړ څرګند کړي ترڅو سیمه ییز ادغام ژور او اقتصادي وده او هوساینه رامنځته شي.
فیدان به د روسیې او اوکراین په جګړه کې د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره پر ډیپلوماټیکو هڅو د تورکیې ملاتړ بیا تایید کړي او د سیمه ییزو ترینګلتیاوو د مخنیوي لپاره به د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړي.
تمه کیږي فیدان دې ټکي ته هم پام واړوي چې په غزه، اشغال شوې لوېدیځه غاړه او لبنان کې د اسرائیلو د اشغال او ضمیمه کولو پالیسۍ په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ او دایمي شخړې د رامنځته کولو هدف لري. هغه به ټینګار وکړي چې دا غیرقانوني کړنې نړیوالې ټولنې ته د سولې او عدالت پر بنسټ د دوی ګډ مسؤلیتونه وریادوي او نړیوال قوانین او بشري ارزښتونه باید پرته له استثنا خوندي وساتل شي.
د سویل ختیځې اروپا د همکارۍ پروسه په ۱۹۹۶ کال کې جوړه شوې او یوازینۍ سیمه ییزه همکاري ده چې د بالکان ټول هیوادونه پکې شامل دي. غړي یې عبارت دي له: البانیا، بوسنیا او هرزیګوینا، بلغاریا، کروشیا، یونان، کوسوو، مالدووا، مونټینیګرو، شمالي مقدونیه، رومانیا، سربیا، سلوانیا او ترکیه.
دا ټولنه د یوې دایمي مشورتي میکانیزم په توګه کار کوي چې یو کلنه دوره یي مشري لري. تورکیې په ۱۹۹۸-۱۹۹۹، ۲۰۰۹-۲۰۱۰ او ۲۰۲۰-۲۰۲۱ کلونو کې د دې ټولنې مشري کړې ده. رومانیا به د ۲۰۲۶ کال د جولای په لومړۍ نېټه د SEECP دوره یي مشري په غاړه واخلي.



















