لیدلوری
نوښتګري
3 د لوستلو دقیقې
ولې داسې ښکاري چې ټیک ټاک تاسو ښه پېژني
آیا تاسو  پدې اړه کله هم  فکر کړی او حیران شوي یاست؟  ټیک ټاک څنګه په دقیق ډول پوهېږي چې تاسو څه غواړئ وګورئ،
00:00
ولې داسې ښکاري چې ټیک ټاک تاسو ښه پېژني
/ TRT Global

 

آیا تاسو  پدې اړه کله هم  فکر کړی او حیران شوي یاست؟  ټیک ټاک څنګه په دقیق ډول پوهېږي چې تاسو څه غواړئ وګورئ، حتی مخکې له دې چې تاسې پخپله پوه شئ؟ داسې ښکاري لکه ستاسو ذهن چې لولي؟ اندېښنه مکوئ، تاسو یوازې نه یاست.

راځئ د ټیک ټاک  تر شا دې جادو ته لنډه  کتنه  وکړو.

د ټیک ټاک د روږدي کوونکو ویډیو د  جریان تر شا  راز د هغې په الګورېتم کې نغښتی دی. الګورېتم داسې تصور کړئ لکه یو هوښیار مرستیال چې پرېکړه کوي څه درته وښیي ترڅو ستاسو لېوالتیا جلب کړي او تاسې خوشحاله وساتي.

د ټیک ټاک څخه مخکې، ټولو فکر کاوه چې په ټولنیزو رسنیو کې د بریالیتوب چابي د ملګرو توجه جلبول دي. خو ټیک ټاک یو بل چلند غوره کړ. ټیک ټاک  د دې پر ځای چې وګوري ستاسو ملګري څوک دي،  دې ته پام کوي چې تاسو څه خوښوئ. ستاسې هر لایک، نظر یا شریکول ټیک ټاک ته وایي چې تاسو څه خوښوئ. بیا دا تاسو ته د هغه څه نور وړاندې کوي.

متخصصین وایي چې د ټیک ټاک نبوغ په لنډو ویډیوګانو کې دی. په داسې حال کې چې یوټیوب د اوږدو ویډیوګانو څخه ستاسو په اړه معلومات راټولوي، ټیک ټاک د هرې ثانیې څخه چې تاسو یې ګورئ معلومات راټولوي. دا هغې ته اجازه ورکوي چې ژر پوه شي تاسو څه خوښوئ او ستاسو د خوښې سره تل ځان عیاروي.

او دلته خبره نوره هم په زړه پورې کیږي. ټیک ټاک حتی ستاسو په غوره توب کې د ورځې په اوږدو کې کوچني بدلونونه هم یادداشت کوي. حتی انترنټ ته ستاسې د داخلیدو وخت یاداشتوي چې ایا تاسې د سهار قهوې څښولو پر مهال او که د شپې د ویدو کیدو نه مخکې داخلیږۍ. دا په دقیق ډول پوهېږي چې په هغه شېبه کې تاسو ته څه وښیي.

ټیک ټاک په ځانګړي توګه د هوښیارو تیلیفونونو لپاره جوړ شوی و، چې دې ته یې لوی مزیت ورکړ. نورو اپلیکېشنونو باید له کمپیوټرونو څخه تلیفونونو ته ځان برابر کړی وای، خو ټیک ټاک له پیل څخه چمتو و.

ټیک ټاک لا یو ګام مخکې ځي. کله ناکله دا تاسو ته په قصدي توګه یو څه بېل ښیي ترڅو تاسو نوي علایق کشف کړئ. دا ستاسو تجربه نوره هم په زړه پورې کوي او ټیک ټاک سره مرسته کوي چې ستاسو په اړه نور څه زده کړي.

الګورېتم د ټیک ټاک لپاره دومره مهم دی چې شرکت به غوره وګڼي چې اپلیکېشن وتړي پر ځای د دې چې دا وپلوري. چین حتی  ددې د ساتنې لپاره ځانګړي قوانین جوړ کړل.

په زړه پورې خبره خو دا  ده چې ټیک ټاک خپل الګورېتم د خپلې چینایي نسخې، Douyin په مټ پرمختللی کړی دی. دوی په چین کې د  ارزانه کارګر ځواک نه په استفادې سره  په لاسي توګه منځپانګه جوړې او ځای په ځای کوي چې همدا ددې لامل شوې چې ټیک ټاک د خپلو لویدیځوالو سیالانو په پرتله لا زیات بډایه کړي 

نو، بل ځل که چیرې  تاسو په ټیک ټاک کې داسې ویډیو وګورئ چې داسې ښکاري چې ځانګړی ستاسو لپاره جوړه شوې، په یاد ولرئ - په یو ډول، دا په رښتیا ستاسو لپاره جوړه شوې ده!

 

وپلټۍ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.