د شنبې په شپه د امریکا د فلوریډا ایالت په تلاهاسي ښار کې د فلوریډا اې اینډ ایم پوهنتون د براګ میموریل لوبغالي ته څېرمه په یوه وسله وال برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
سیمه ییزو پولیسو او د پوهنتون چارواکو اعلان کړی چې په ټپیانو کې ۱۱ تنه په ګولیو لګېدلي، چې شپږ یې لویان او شپږ نور یې ماشومان دي.
د تلاهاسي د پولیسو څانګې خبر ورکړی چې په دغه برید کې لږ تر لږه د درېیو ټپیانو حالت نازک دی، خو د نورو نهو تنو حالت بیا د ډاډ وړ دی.
د چارواکو او سیمه ییزو رسنیو په وینا، دا برید د پوهنتون د پخوانیو زده کړیالانو د دودیزې غونډې په ترڅ کې د امریکايي فوټبال د لوبې نه سمدستي وروسته رامنځته شوی دی. له پېښې وروسته په سیمه کې خلکو ته خبرداری ورکړل شو چې له خپلو ځایونو څخه ونه وځي.
د پولیسو ویاندې الیشیا هیل په برید کې د کسانو ټپي کېدل تایید کړل او د تلاهاسي ډیموکراټ (Tallahassee Democrat) سیمه ییزې ورځپاڼې د راپور له مخې، چارواکو ویلي چې د شپې په ناوخته ساعتونو کې د پېښې په ځای کې امنیت خوندي شوی دی.
د فلوریډا اې اینډ ایم پوهنتون په سیمه ییز وخت د ماښام شاوخوا ۸:۴۰ بجې یو امنیتي خبرداری خپور کړ او د لوبغالي شاوخوا خلکو څخه یې وغوښتل چې په خپلو ځایونو کې پاتې شي او یا هم له سیمې څخه لرې اوسي.
د فلوریډا ایالتي پوهنتون هم په تلاهاسي ښار کې خپلو ټولو محصلینو، استادانو او کارمندانو ته سپارښتنه وکړه چې د احتیاطي تدابیرو په موخه په سرپټو (خوندي) ځایونو کې پاتې شي. پوهنتون څرګنده کړه چې تر اوسه داسې کوم شواهد نه دي ترلاسه شوي چې د دوی غړي دې په دې پېښه کې ښکېل وي.
د دې وسله وال برید د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.





















