سیول وايي چې تر ۲۰۲۹ کال پورې به د ځمکنیو، سمندري، هوايي او مارین ځواکونو لپاره ۱۱۰،۰۰۰ ډرون الوتکې تولید کړي؛ ځکه په اروپا او منځني ختیځ کې ارزانه او په کور دننه تولید شوي ډرون د دودیز پوځي ځواک لپاره ننګونې جوړوي.
د سویلي کوریا د دفاع وزارت ویلي چې دا هیواد به د شمالي کوریا د ځوابولو لپاره د خپلو ډرون او د ډرون ضد وړتیاوو کچه په چټکۍ سره لوړه کړي، چې په دې کې د ۵۰۰،۰۰۰ "ډرون جنګیالیو" روزنه او په لومړۍ کرښه کې پر پوځي واحدونو د لسګونو زرو بې پیلوټه سیسټمونو ویشل شامل دي.
پوځ پلان لري چې تر ۲۰۲۹ کال پورې ۱۱۰،۰۰۰ ډرون الوتکې تولید کړي ترڅو په اردو، سمندري ځواک، هوايي ځواک او مارین ځواکونو کې وکارول شي. هدف دا دی چې ډرون د هر سرتیري لپاره یو معیاري وسیله وګرځي.
د دفاع وزیر، ان ګیو-بیک د جمعې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل: "ډرون باید نور یوازې د محدودو واحدونو وسیله نه وي، بلکې یو نړیوال جنګي اوزار وي." هغه زیاته کړه چې سرتیري باید له ډرون څخه د خپلې "دویمې شخصي وسلې" په توګه کار واخلي.
ښاغلي ان وویل چې سیول به د امنیتي اندېښنو له امله د چینايي پرزو پر ځای ۱۰۰ سلنه په کور دننه په تولید شویو پرزو تکیه وکړي.
دا اعلان په داسې حال کې کیږي چې دواړه کوریاوې د ډرون وړتیاوو د لوړولو هڅې ګړندۍ کوي. دا هڅې د اوکراین او منځني ختیځ له جګړو څخه اغیزمنې دي، چیرې چې بې پیلوټه سیسټمونه د جګړې په ډګر کې د لوبې بدلونکو (game changers) په توګه راڅرګند شوي دي.
وزیر وویل: "ارزانه ډرون چې په لوی شمیر کارول کیږي، د جګړې طبیعت په بنسټیز ډول بدلوي." هغه خبرداری ورکړ چې شمالي کوریا هم خپل بې پیلوټه سیسټمونه پرمختللي کوي، چې دا په سویل کې نظامي او ملکي تاسیساتو ته ګواښونه زیاتوي.
د سویلي کوریا په پلان کې د ډرون ضد سیسټمونو پراخول هم شامل دي، لکه لیزر او د لوړ ځواک لرونکي مایکروویو وسلې. همدارنګه هڅه کیږي چې هر پوځي واحد په خپله د ډرون له لارې د څارنې او برید عملیات ترسره کړي، نه دا چې یوازې پر مرکزي قوماندې تکیه وکړي.
یوه جګپوړي دفاعي چارواکي وویل چې پوځ به د ۲۰،۰۰۰ څخه د زیاتو ارزانه او یو ځل کارېدونکو ډرون الوتکو د ترلاسه کولو او همدارنګه د مصنوعي ذکاوت (AI) پر بنسټ د "ډرونونو د ډلې" (swarm systems) د معرفي کولو لپاره ګامونه پورته کړي.
وزارت ویلي چې دوی به د تدارکاتو قوانین اصلاح کړي ترڅو د ملکي ټیکنالوژۍ کارول ګړندي کړي او پوځ به د یو لوی پیرودونکي په توګه د ډرون کورني صنعت سره مرسته وکړي.
دا پرمختګونه د پخوانۍ ادارې تر مشرۍ لاندې د ډرون عملیاتو په اړه له سیاسي حساسیتونو وروسته رامنځته کیږي. روانه میاشت، د سویلي کوریا یوې محکمې پخوانی ولسمشر یون سوک یول په دې تور په ۳۰ کاله بند محکوم کړ چې شمالي کوریا ته یې د یوې ډرون الوتکې په استولو سره هڅه کوله د ۲۰۲۴ کال د نظامي حکومت (martial law) د اعلان لپاره پلمه جوړه کړي.
د اوسني ولسمشر لي جې میونګ حکومت د دغو تورونو وروسته د ډرون عملیاتو قومانده منحل کړه. د جمعې ورځې پلانونه هدف لري چې دا قومانده په یو نوي سازمان بدله کړي چې پر پالیسۍ او پرمختګ تمرکز وکړي، خو عملیاتي واک به انفرادي پوځي واحدونو ته ورکړل شي.
سویلي کوریا همدارنګه د نفوسو د کمښت له ستونزې سره مخ ده، چې دا کار پوځ اړ باسي ترڅو د جګړې د وړتیا ساتلو لپاره پر اتومات او بې پیلوټه سیسټمونو ډیره تکیه وکړي.























