تورکیه د کریمیا د تاتارانو او سرکاسیانو د تبعید یادونه کوي او د دوامداره ملاتړ ژمنه کوي
تورکیې د دوشنبې په ورځ د کریمیا د تاتارانو او د سرکاسیانو د جلاوطنۍ کلیزه ولمانځله، دواړه پېښې یې سترې انساني غمیزې وبللې او یو ځل بیا یې د کریمیا له تاتارانو سره پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.
د کریمیا د تاتارانو د ۱۹۴۴ کال د جلاوطنۍ د ۸۲م تلین او د سرکاسیانو د ۱۶۲م تلین په مناسبت د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي چې په سلګونو زره تاتاران په زور له خپلې خاورې د بېلابېلو هېوادونو کاري کمپونو ته وشړل شول، چې ډېریو یې په سختو شرایطو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
وزارت ویلي چې د کریمیا تاتاران، چې د دې خاورې اصلي اوسېدونکي دي، د ډېرو کلونو لپاره بېرته کریمیا ته له ستنېدو څخه منع شوي وو. دغه راز په بیان کې ټینګار شوی چې د یادې ټاپووزمې له «غیرقانوني الحاق» وروسته د کریمیا د تاتارانو ستونزې او کړاوونه لاپسې زیات شوي دي.
وزارت زیاته کړې: "تورکیه به د کریمیا د تاتارانو د ملي هویت، ژبې او کلتور د ساتنې او همدارنګه د هغوی د امنیت او سوکالۍ په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي."
د ۱۸۶۴ کال د سرکاسیانو جلاوطنۍ ته په اشارې سره، وزارت دا یوه «ستره انساني غمیزه» وبلله چې له امله یې د قفقاز خلک په ډېرو سختو شرایطو کې د خپلې خاورې پرېښودو ته اړ شول او لوی ځاني او مالي زیانونه ور واوښتل.
د بهرنیو چارو وزارت په پای کې ویلي: "موږ د کریمیا د تاتارانو او د قفقاز د ورورګلو خلکو په غم کې ځان شریک بولو او د هغو کسانو یادونه چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، په درناوي او شفقت سره کوو."














