نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې درې تنه وژل شوي دي
د اوکراین ځایي چارواکو ویلي چې پر دغه هېواد د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه درې تنه، چې یو په کې په کییف کې ماشوم دی، وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې درې تنه وژل شوي دي
پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې درې تنه وژل شوي دي / Reuters


مسکو پر اوکراین تور پورې کړی چې د روسیې په سویلي سیمه کې یې برید کړی، چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او نورو ملکي وګړو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د اوکراین ځایي چارواکو ویلي چې پر دغه هېواد د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه درې تنه، چې یو په کې په کییف کې ماشوم دی، وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د کییف ښاروال، ویتالي کلیچکو، د پنجشنبې په ورځ وختي پر ټیلیګرام د بریدونو د نوې څپې خبر ورکړ او ویې ویل چې په ټپیانو کې څلور روغتیايي کارکوونکي هم شامل دي. دغه کسان په "اوبولونسکي"  ولسوالۍ کې د یوې بیړنۍ غوښتنې پر مهال د توغندیو د ټوټو له امله ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې شپږ ټپیان په روغتون کې بستر شوي او نورو ته په بهرنۍ بڼه  درملنه شوې ده. دغو بریدونو استوګنیزو سیمو ته پراخ زیانونه اړولي او د توغندیو ټوټې په "پودیلسکي"  سیمه کې د یوې ۱۶ پوړیزې ودانۍ پر شپږم پوړ لګېدلې دي.

کلیچکو زیاته کړه چې بیړني خدمات پر کار بوخت دي، ځکه په ښار کې په غیر استوګنیزو ودانیو او وسایطو کې اور لګېدلی دی. په "ډنیپرو" (Dnipro) کې هم د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی دی. د سیمه ییزې ادارې مشر الکساندر ګانژا پر ټیلیګرام ولیکل: "په ډنیپرو کې د روسیې په برید کې یو کس وژل شوی دی."

د تورونو تبادله
بلخوا، روسیې پر اوکراین تور پورې کړی چې د دغه هېواد په سویلي سیمه "کراسنودار کرای"  کې یې برید کړی او دوه ماشومان یې وژلي دي. د یادې سیمې والي وینیامین کونډراتیف پر ټیلیګرام لیکلي: "په تواپسې  کې پر استوګنیزو ودانیو د ترهګریز ډرون برید له امله دوه ماشومان چې ۵ او ۱۴ کلن وو، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی."

د تیرې اونۍ په پای کې دواړو خواوو یو بل د اختر (ایسټر) د ۳۲ ساعته اوربند په ماتولو تورن کړل.

وپلټۍ
ټرمپ له سټارمر سره موافقه وښوده چې له اېپسټین سره د تړلي منډلسن ټاکنه ناسمه پریکړه وه
د طالبانو چارواکي له اروپایي ټولنې څخه د افغانانو د اخراج په اړه د خبرو لپاره بروکسل ته ځي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لبنان کې پر سوله ساتو ځواکونو خونړی برید وغانده
چین پر امریکا غږ وکړ چې پر سوله ییزو اټومي تاسیساتو بریدونه ودروي
په جاپان کې د ۷.۴ درجې زورورې زلزلې سونامي راوپاروله او د 'بولټ' اورګاډو تګ راتګ یې ودراوه
د اسرائیلو محکمې وویل، د امنیتي لاملونو له امله د نتنیاهو د محاکمې اورېدنه وځنډول شوه
د ایران ولسمشر: جګړه د هیڅ چا په ګټه نه ده؛ د تاوتریخوالي کمولو لپاره یې د ډیپلوماسۍ غوښتنه وکړه
د فیلیپین پوځ وايي چې ۱۹ مشکوک د حکومت ضد جنګیالي یې وژلي دي
اوکراین د روسیې په توپس بندر د بې پیلوټه الوتکې مرګونی برید کړی.
د اسرائیلو پوځ د جنوبي لبنان اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې د پولې سیمو ته له تګ څخه ډډه وکړي
د فلسطین پلوه ډلې ژمنه وکړه چې د کوینزلېنډ د نفرت ضد وینا قوانینو پر ضد به قانوني اقدام وکړي
اسرائیلي سرتېري لخوا د حضرت عیسی (ع) د مجسمې د ماتولو پر سر غصه او غبرګونونه راپاریدلي دي
د ایران د پارلمان رئیس: له امریکا سره د خبرو اترو سربېره د «لازمو اقداماتو» لپاره چمتو یو
ایران د باروړونکې کښتۍ د نیول کېدو په غبرګون کې  پر امریکايي بېړیو بریدونه کړي
په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن استرالیايي سرتیري ویلي دي چې خامخا به خپل نوم پاکوي