چارواکو وروسته له هغه سوداګریزې هوايي الوتنې وځنډولې چې یوې ډرون الوتکې د مسافرو یو ترمینل ته زیان ورساوه او څو کسان یې ټپیان کړل.
د کویټ د چارواکو په وینا، د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه چې د ایران یوې ډرون الوتکې د دغه هېواد پر اصلي هوايي ډګر برید وکړ، کویټ سوداګریزې الوتنې وځنډولې. په دې برید کې د مسافرو یوې ودانۍ ته زیان اوښتی او څو کسان ټپیان شوي دي.
د کویټ د دفاع وزارت ویاند بریدمن جنرال سعود عبدالعزیز العتیبي وویل چې "یو شمېر دښمنو بې پیلوټه الوتکو" د کویټ نړیوال هوايي ډګر په نښه کړی، چې د مسافرو ترمینل ته یې سخت زیان اړولی او یو شمېر کسان یې ټپیان کړي دي.
چارواکو سمدلاسه د ټپیانو د روغتیايي حالت او یا دا چې الوتنې به کله بېرته پیل شي، په اړه جزیات نه دي ورکړي.
د هوايي ډګر دغه برید څو ساعته وروسته له هغه وشو چې ایران او متحده ایالاتو د هغې جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو په جریان کې یو پر بل بریدونه وکړل چې د تېرې فبرورۍ په میاشت کې پیل شوې وه.
امریکایي پوځ ویلي چې وروسته له هغه یې د ایران پر یوې پوځي ودانۍ بریدونه وکړل چې تهران د سه شنبې په ناوخته د کویټ او بحرین په لور توغندي وتوغول.
وروستیو پرمختګونو په خلیج کې د حیاتي زیربناوو او ملکي ټرانسپورټي شبکو د امنیت په اړه نوې اندېښنې راپورته کړې دي؛ دا هغه سیمه ده چې له میاشتو راهیسې د نظامي تاوتریخوالي او د کښتیو او هوايي سفرونو په وړاندې د خنډونو له امله لړزېدلې ده.
د کویټ چارواکو ویلي چې امنیتي ادارې او ایجنسۍ اوښتي زیانونه ارزوي او وضعیت له نږدې څاري.























