تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ به په انقره کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري چې د جولای په ۷مه او ۸مه په انقره کې د ناټو په جوړېدونکې سرمشریزه کې ګډون وکړي.
ټرمپ به په انقره کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.
ټرمپ به په انقره کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.


د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وايي چې امریکا او ایران دواړه د اوربند د غځولو لپاره "صمیمانه" هڅې کوي او خبرداری یې ورکړ چې په لبنان کې د اسرائیلو اقدامات کولی شي دا پروسه زیانمنه کړي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري چې د جولای په ۷مه او ۸مه په انقره کې د ناټو په جوړېدونکې سرمشریزه کې ګډون وکړي.

هاکان فیدان تېره دوشنبه په سنګاپور کې له بلومبرګ ټلویزیون سره په مرکه کې، ددې پوښتنې په ځواب کې  چې ایا ټرمپ به په انقره کې د ناټو په غونډه کې ګډون وکړي ؟ وویل: "تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو، هو، هغه د ګډون پلان لري."

هغه وویل چې د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره میاشت څو ځله له ټرمپ سره په تیلیفون خبرې کړي او د امریکا ولسمشر په هر ځل خبرو کې اشاره کړې چې دی به په دې سرمشریزه کې برخه واخلي.

فیدان ددې خبرې په  ټینګار سره چې امریکا لا هم د سیاسي شعارونو سره سره دې تړون (ناټو) ته ژمن دی، وویل چې داسې هیڅ نښې نشته چې واشنګټن دې له ناټو څخه د وتلو په اړه خپل خبرداري عملي کړي.

نوموړي وویل: "امریکا په دوامداره توګه پر خپلو متحدینو فشار راوړي چې دفاعي لګښتونه زیات کړي او د خپل امنیت لپاره ډېر مسؤلیت په غاړه واخلي." هغه زیاته کړه: "اروپایانو دا پیغام ترلاسه کړی او لا دمخه یې په ناټو کې د دفاعي بودیجې د زیاتولو لپاره ګامونه پورته کړي دي."

فیدان وویل: "کله چې مشران سره راټول شي، موږ به په ترلاسه شوي پرمختګ له سره غور وکړو."

فیدان همدارنګه د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو څخه د انقرې ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې دواړه لوري د اوربند د غځولو لپاره "صمیمانه" هڅې کوي.

سره له دې چې اوربند په خپل حال دی، هغه خبرداری ورکړ چې په سویلي لبنان کې د حزب الله پر وړاندې د اسرائیلو بریدونه یو "ستر خطر" دی چې کولی شي دا خبرې اترې له منځه یوسي.

فیدان وویل: "زه ډاډه یم چې امریکایان او ایرانیان صادق دي. هغوی اوربند او د هرمز تنګي بیا پرانیستل غواړي، خو زه د اسرائیلو د نیتونو په اړه ډاډه نه یم."

په منځني ختیځ کې کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې امریکا او اسرائیلو په فبروري کې پر ایران بریدونه وکړل. تهران په ځواب کې پر اسرائیلو او په خلیج کې د امریکا پر متحدینو بریدونه وکړل او ورسره یې د هرمز تنګی هم وتاړه.

د اپریل په اتمه د پاکستان په منځګړیتوب یو اوربند وشو، خو په اسلام اباد کې وروستیو خبرو د یوې دایمي هوکړې په رامنځته کولو کې ماتې وخوړه. له هغه وخت راهیسې، دواړه لوري د مستقیمو خبرو د بیا پیلولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو بل ته د وړاندیزونو په تبادله بوخت دي.

 

وپلټۍ
هکرانو د امریکا د پخواني ولسمشر اوباما د سپینې ماڼۍ د انسټاګرام حساب هک کړی
فرانسې د روسیې د تیلو بېړۍ د نیولو نه خبر ورکړی دی
د تورکیې اقتصاد د کال په لومړۍ ربع کې ۲.۵ سلنه وده کړې
د میانمار په شمال کې په یوه چاودنه کې لسګونه کسان وژل شوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، له امریکا سره خبرې اترې او د پیغامونو تبادله روانه ده
ایران په کویټ کې د امریکا پر هوايي اډه برید وکړ
په غزه کې د اوربند سره سره د اختر په ورځو کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۳۳ فلسطینیان وژل شوي
ټرمپ ایران ته د سولې د هوکړې یو اصلاح شوی متن چې سخت شرایط لري، لېږلی دی
نتنیاهو د حزب الله د ناڅاپي راکټي بریدونو له امله د جګړې بیړنۍ کابینه راوبلله
اردوغان د استانبول د فتحې ۵۷۳مه کلیزه ولمانځله
په لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۸ افغان راستنېدونکي مړه او ۳۰ نور ټپیان شول
روسیې او افغانستان د پوځي همکاریو یو هوکړه لیک لاسلیک کړ
د جیف بیزوس د فضایي شرکت لپاره لویه ضربه؛ د بلو اورېجن شرکت فضايي توغندی د توغولو پر ځای وچاودېد
نتنیاهو د غزې د ۶۰ سلنه خاورې د اشغالولو ویاړ وکړ او د اوربند خلاف یې د اشغال د غځولو امر وکړ
جې ډي وانس :واشنګټن تر اوسه له ایران سره هوکړې ته "نه دی رسېدلی" خو لوري سره نږدې شوي دي.