د هنګري نوي حکومت د میاشتو مخالفتونو له لغوه کولو وروسته، اروپايي ټولنه چمتو ده چې په هغه غیرې قانوني اسرائیلي کډوالو باندې چې تاوتریخوالی رامنځته کوي بندیزونه تصویب کړي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسې مشرې کاجا کالاس وویل، تمه وه چې اروپايي ټولنه به د دوشنبې په ورځ د فلسطینیانو په وړاندې د تاوتریخوالي له امله د غیرقانوني اسرائیلي کډوالو په اړه د نویو بندیزونو په اړه موافقه وکړي، ځکه چې په هنګري کې د حکومت بدلون د میاشتو بندیز پای ته رسوي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاجا کالاس د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې مخکې وویل: “زه تمه لرم چې په هغه غیرې قانوني اسرائیلي کډوالو باندې چې په سیمه کې تاریخوالی رامنځته کوي پر ضد د بندیزونو سیاسي موافقه وشي، او هیله لرم چې موږ به تر دې ځایه ورسېږو.”
دغه اقدام د اسرائیل تر اشغال لاندې لوېدیځې غاړې کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي او د غیرقانوني مېشت ځایونو د پراخېدو په غبرګون کې کېږي، خو تر دې مخکې د هنګري پخواني لومړي وزیر ویکتور اوربان لخوا ځنډول شوی و.
مګر د سیال پیټر ماګیار لخوا د ویکتور اوربان لرې کول اوس داسې ښکاري چې د ویټو د لرې کولو لپاره لاره هواره کړې ده.
د اروپایي ټولنې چارواکي وایي چې اووه مېشت کوونکي یا د مېشت کوونکو ډلې به د بندیزونو په نوملړ کې شاملې شي. همدارنګه تمه ده چې د فلسطیني مقاومت ډلې حماس ځینې استازي به هم تر بندیز لاندې راشي.
اشغال شوی لویدیځه غاړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د غزې په وړاندې د اسرائیلو د نسل وژنې جګړې له پیل راهیسې، نږدې هره ورځ تاوتریخوالی روان دی، چې پکې هم د اسرائیلو پوځ او هم غیرقانوني مېشتي ښکېل دي.
فلسطیني چارواکي او ملګري ملتونه وایي چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۸مې د ایران له جګړې وروسته په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي میشتو بریدونه زیات شوي دي.
که څه هم اروپایي ټولنه د ميشتو پر ضد بندیزونه مخکې وړي، خو د غړو هېوادونو ترمنځ لا هم په دې اړه اتفاق نشته چې له اسرائیل سره نورې اقتصادي اړیکې محدودې کړي.







