ایراني رسنۍ وايي تهران پر امریکايي ځواکونو وروسته له هغه برید وکړ چې هغوی یو ایرانی ټانکر کښتۍ په نښه کړه. په ورته وخت کې، فوکس نیوز ادعا کوي چې امریکايي پوځ د ایران د قشم پر بندر او بندر عباس بریدونه کړي دي.
د ایران دولتي رسنیو د یوه نامعلوم پوځي چارواکي له قوله ویلي، چې په هرمز تنګي کې د امریکا پر سمندري واحدونو وروسته له هغه توغندي ویشتي دي چې امریکايي پوځ پر یوه ایراني تېل وړونکي ټانکر برید وکړ. راپور زیاتوي چې ایراني بېړۍ د امریکا توغندیو له امله د زیانمن کېدو وروسته شاتګ ته اړ شوې ده. لا تر اوسه په دقیق ډول معلومه نه ده چې دا پېښه کله شوې ده.
بلخوا، د فوکس نیوز یوه خبریال د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي په حواله پر 'ایکس' (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي چې امریکايي پوځ د قشم پر بندر او بندر عباس بریدونه کړي دي. پنټاګون تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د چهارشنبې په ورځ امریکايي پوځ ویلي وو چې یو ایرانی تېل وړونکی ټانکر یې له کاره غورځولی دی. د امریکا په وینا، یوې F-18 جنګي الوتکې د دغه ټانکر د لوري کنټرولولو آله (rudder) ویشتلې وه.
په بندر عباس او قشم ټاپو کې چاودنې
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د بندر عباس او قشم ټاپو ته نږدې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. فارس خبري اژانس د سیمې د اوسېدونکو له قوله ویلي چې د 'بهمن' په نوم یوه اسکله ښايي د ایراني او "دښمنو ځواکونو" ترمنځ د نښتې پر مهال په نښه شوې وي.
تسنیم خبري اژانس دا چاودنې تایید کړې او ویلي یې دي چې دا ښايي د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو له لوري د خبرداري ډزې وي. د ایران دولتي ټلوېزیون هم په قشم ټاپو کې د یوې چاودنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې موضوع تر څېړنې لاندې ده.
میزان خبري اژانس بیا ویلي چې په قشم کې د چاودنو غږونه د هوايي مدافع ځواکونو له لوري د څو کوچنیو بې پیلوټه الوتکو (ډرون) د ویشتلو له امله وو. تسنیم هم راپور ورکړی چې په بندر عباس کې دوه ډرون الوتکې د هوايي دفاع له لوري راغورځول شوې دي. اسراییلي پوځ بیا 'ای ایف پي' خبري اژانس ته ویلي چې دوی له داسې کوم برید څخه خبر نه دي.







