د اسوشیټیډ پریس (AP) خبری آژانس سره په خبرو کې یو شمېر پاکستاني چارواکو چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله ادعا کړې چې له پاکستاني طالبانو (TTP) سره تړلو وسله والو د افغان ځواکونو په ملاتړ هڅه کوله چې د پکتیا او ننګرهار ولایتونو له سرحدي سیمو څخه پاکستان ته ننوځي.
پاکستاني چارواکو ویلي دي چې پاکستاني پوځیانو د دغې هڅې مخه نیولې، چې له هغې وروسته افغان ځواکونو د پاکستان پر سرحدي پوستو د هاوان مرمیو او درنو وسلو ډزې پیل کړې.
چارواکو زیاته کړې چې پاکستاني پوځیانو د توپخانې په ځوابي ډزو کې د افغان ځواکونو سرحدي پوستې، د هاوان دستګاوې او دفاعي موقعیتونه په نښه کړي دي.
بل خوا، د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی چې داسې هیڅ ډول برید نه دی شوی او دا ادعاوې یې بې بنسټه بللي دي.
په پاکستان کې د امنیتي نښتو او وسله والو بریدونو ستونزه
په پاکستان کې وسله وال بریدونه په ځانګړي ډول له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه پرتې خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې تمرکز لري.
په دواړو ایالتونو کې وسله والې ډلې د پښتنو او بلوڅو د حقونو د دفاع په ادعا پر پاکستاني امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کوي.
اسلام اباد تل ادعا کوي چې TTP په افغانستان کې پټنځايونه لري او خپل بریدونه له هغه ځایه تنظیموي، خو د کابل حکومت تل دا ادعاوې رد کړې دي.
په بلوچستان کې بیا د «بلوچستان تحریري اردو» بریدونه زیات لیدل کېږي. BLA له پاکستان څخه د بلوچستان جلا کېدل او د بلوڅ ولس لخوا د دغې سیمې اداره کول غواړي.


















