د ایران د سپاه پاسداران د انقلاب اسلامي ځواکونو ادعا کړې چې د هرمز تنګي په فضا کې یې د امریکا جوړه شوې MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه (ډرون) راپرزولې ده.
سپاه پاسداران د دې موضوع په اړه یوه لیکلې خبرپاڼه خپره کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هرمز تنګي د پاسه یوه MQ-1 ډوله الوتکه د ایران د هوایي دفاعي سیستم له لوري تر پېژندلو وروسته ویشتل شوې او رانسکوره شوې ده.
د امریکا پوځ تر اوسه د دغې ادعا په تړاو تبصره نه ده کړې.
د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې د متحده ایالاتو لخوا تولید شوې وه، په پیل کې د څارنې او پرمختللي استخباراتي کشف لپاره طراحي شوې وه. وروسته بیا دغو ډرونونو ته نوي کلمرې او توغندي هم اضافه شول.




















