باوري نامعلومو سرچینو وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې یو له دغو اهدافو څخه د ایران په 'لوان' ټاپو کې د تېلو یوه چاڼځای وو. د دغه راپور له مخې، پر دغې چاڼځای د اپریل په پیل کې برید شوی و؛ دا هغه وخت و چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د اوربند د اعلان په درشل کې و. دغه برید د یوې لویې اورلګېدنې لامل شو او یاد تاسیسات یې له کاره وغورځول.
ایران په ځواب کې پر متحده عربي اماراتو او کویټ د بالستیک توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه وکړل. یوې سرچینې ویلي چې متحده ایالاتو په پټه په جګړه کې د اماراتو د شمولیت هرکلی کړی دی.
ورځپاڼې زیاته کړې چې ایران د بل هر هېواد (حتی تر اسرائیلو هم ډېر) متحده عربي امارات په نښه کړي دي او پر دغه خلیجي هېواد یې له ۲۸۰۰ څخه ډېر توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي.
خلیجي چارواکو وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې دغو بریدونو د متحده عربي اماراتو اقتصاد ته سخت زیان رسولی، چې له امله یې ګڼ خلک له دندو ایستل شوي یا په جبري رخصتیو لېږل شوي دي. دا حالت د اماراتو په ستراتیژیک لید کې د یو بنسټیز بدلون لامل شوی او اوس ایران ته د یوه داسې "سرکشه لوبغاړي" په سترګه ګوري چې غواړي د دغه هېواد اقتصادي او ټولنیز ماډل، چې پر بهرنیو استعدادونو او ثبات ولاړ دی، له منځه یوسي.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو په اړه له تبصرې ډډه کړې، خو یوې پخوانۍ بیانیې ته یې اشاره کړې چې پکې ویل شوي ابوظبۍ د متخاصمو اعمالو په وړاندې د ځواب ورکولو حق لري.
د منځني ختیځ شنونکې دینا اسفندیاري وايي: "دا ډېره مهمه ده چې یو عربي خلیجي هېواد د جګړې د یو لوري په توګه پر ایران مستقیم برید کوي. تهران به اوس هڅه وکړي چې د اماراتو او هغو نورو خلیجي هېوادونو ترمنځ درز واچوي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب کوي."















