منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
قطر او امریکا په دوحه کې د ایران او لبنان په اړه ډیپلوماتیکې هڅې پر مخ وړي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دې لیدنه کې د "اسلام‌اباد د تفاهم لیک" له مخې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو وروستي پرمختګونه او د ډیالوګ له لارې د سیمه ییز امنیت او ثبات پر پیاوړتیا خبرې وشوې.
قطر او امریکا په دوحه کې د ایران او لبنان په اړه ډیپلوماتیکې هڅې پر مخ وړي
قطر او امریکا په دوحه کې د ایران او لبنان په اړه ډیپلوماتیکې هڅې پر مخ وړي

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په دوحه کې د امریکا له استازو سټیو ویټکوف او جیرډ کوشنر سره وکتل ترڅو د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو، په لبنان کې د اوربند او د منځګړیتوب د روانو هڅو بیاکتنه وکړي. دا لیدنه وروسته له هغه کېږي چې تهران له واشنګټن سره مستقیمې خبرې رد کړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دې لیدنه کې د "اسلام‌اباد د تفاهم لیک" له مخې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو وروستي پرمختګونه او د ډیالوګ له لارې د سیمه ییز امنیت او ثبات پر پیاوړتیا خبرې وشوې.

دواړو خواوو د سیمې پر حالاتو، په ځانګړي ډول په لبنان کې پر اوربند هم بحث وکړ او د دغه اوربند پر ساتلو او پیاوړتیا یې ټینګار وکړ، ترڅو د لبنان یووالی، حاکمیت او ثبات خوندي پاتې شي. تېره جمعه، بیروت او تل ابیب د امریکا په ملاتړ د یو چوکاټ هوکړه لیک لاسلیک کړ چې هدف یې له لبناني خاورې څخه د اسراییلي ځواکونو مرحله وار وتل او د پولې په اوږدو کې د دښمنۍ کمول دي.

شیخ محمد د منځګړیتوب په برخه کې د قطر پر ژمنې یو ځل بیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې قطر د هغو ټولو مذاکراتي لارو ملاتړ کوي چې هدف یې یوې هراړخیزې او تلپاتې حللارې ته رسېدل وي. له بلې خوا، ویټکوف او کوشنر له پاکستان سره یوځای د مذاکراتو په اسانولو کې د قطر د رول ستاینه وکړه او د ډیپلوماتیکې لارې پر دوام یې د واشنګټن پر ژمنې ټینګار وکړ.

د سپینې ماڼۍ استازي وروسته له هغه دوحې ته سفر وکړ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ایران په دوحه کې د لیدنې غوښتنه کړې ده. خو ایران له واشنګټن سره هر ډول مستقیمې خبرې رد کړي او ویلي یې دي چې یوازې د منځګړو له لارې مشورې دوام لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د سه شنبې په ورځ وویل چې ایراني مذاکره کوونکي به د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې له قطري منځګړو سره وګوري ترڅو د امریکا او ایران د تفاهم لیک د پلي کولو، په ځانګړې توګه د ایران د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو په اړه خبرې وکړي، خو له امریکا سره یې مستقیمې خبرې ناممکنې وبللې.

د واشنګټن او تهران ترمنځ دا تفاهم لیک، چې پاکستان یې منځګړیتوب کړی و، د جون پر ۱۸مه وروسته له هغه نافذ شو چې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا په الکترونیکي ډول لاسلیک شو. دا هوکړه د هغو شخړو د پای ته رسولو لپاره یو چوکاټ رامنځته کوي چې د فبرورۍ په وروستیو کې پیل شوې وې. په دې کې د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې درول، د بندیزونو لیرې کول، د اټومي دوسیې حل، د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل او د سیمه ییز امنیت پراخ ترتیبات شامل دي.

 

وپلټۍ
اردوغان : په انقره کې د ناټو سرمشریزه به د 'تجربو شریکولو لپاره تر ټولو پیاوړی پلیټ فارم' وي
کالیفورنیا کې د نړیوال جام د مینه والو د راټولېدو ځای ته نږدې په ډزو کې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی
تورکیې د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو په اړه د اسرائیلو اقدام وغنده
سوریې ددې هیواد  په قنیطره او درعا کې د اسرائیلو ننوتل او توپچي بریدونه وغندل
د ایران او امریکا لخوا په یو بل وروستیو بریدونو د ونډو بازارونه ګډوډ او د تیلو بیې لوړې کړې
تورکیې په سعودي عربستان کې  د آرامکو چورلکې د خونړۍ پېښې له امله تسلیت او خواخوږي وړاندې کړه.
پاکستان وايي د افغانستان دننه  د ترهګرو ډلو پر اهدافو يي بریدونه کړي، ۲۹ کسان وژل شوي
د پاکستان په کراچۍ ښار کې پر امنیتي ځواکونو په ترهګریز برید کې درې تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ
اسرائیلو په غزه کې د بې ځایه شویو  پر خیمو بریدونو کې ۳ فلسطینیان شهیدان او ۲۵ نور ټپیان کړل
ایران پر بحرین او کویټ د بریدونو ادعا وکړه او له امریکا سره یې د خبرو اترو د درولو ګواښ وکړ
امریکایي ځواکونو په ایران کې پر څو هدفونو تازه بریدونه کړي دي
افغانستان او پاکستان زورورې زلزلې ولړزول
بورکینافاسو له فرانسې سره ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې
تورکیه او کاناډا وایي په انقره کې د ناټو د سرمشریزې دمخه د اړیکو په پیاوړتیا کار کوي
په وینزویلا کې د غبرګو زلزلو له امله د مړو شمېر ۹۰۰ څخه واوښت؛ د ژغورنې عملیات لا هم روان دي