د ایران سپاه پاسداران انقلاب ساتونکی ځواک وايي، پر ایران د امریکا له نویو هوايي بریدونو وروسته یې په بحرین او کویټ کې اهداف په نښه کړي دي. په ورته وخت کې دواړو خلیجي هېوادونو (بحرین او کویټ) تېره شپه د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) او توغندیزو بریدونو راپورونه ورکړي دي.
د ایران سپاه پاسداران انقلاب ساتونکی ځواک وویل چې د دوی سمندري او فضايي ځواکونو په کویټ او بحرین کې د امریکا پر پوځي مرکزونو ګډ توغندیز او ډرون بریدونه پر ایران د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې کړي دي.
د پرېس ټي وي (Press TV) د راپور له مخې، سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي: "د اوربند نقض کول د اسلام اباد د تفاهم لیک د لومړۍ مادې خلاف عمل دی او دا به د ټولو ډیپلوماتیکو پروسو د بشپړ درېدو لامل شي."
د احتمالي برید له امله په بحرین کې د خطر زنګونه وغږول شول
د بحرین د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې د احتمالي برید له امله په ټول بحرین کې د خطر زنګونه غږول شوي دي.
وزارت له ټولو اتباعو او اوسېدونکو وغوښتل چې ارام پاتې شي او نږدې خوندي ځایونو ته پناه یوسي.
وزارت وویل: "د خطر زنګ غږول شوی دی،" او زیاته یې کړه چې خلک باید د رسمي سرچینو له لارې تازه معلومات تعقیب کړي.























