منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
امریکایي ځواکونو په ایران کې پر څو هدفونو تازه بریدونه کړي دي
سینټکام وویل چې ځواکونو یې دا بریدونه د جون پر ۲۷مه "د اعلی سرقومندان په لارښوونه" ترسره کړي دي.
امریکایي ځواکونو په ایران کې پر څو هدفونو تازه بریدونه کړي دي
امریکایي ځواکونو په ایران کې پر څو هدفونو تازه بریدونه کړي دي

سینټکام  د ایران پوځي څارنیز بنسټونه، مخابراتي سیستمونه او د هوایي دفاع سایټونه په نښه کړي دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سینټکام) تایید کړه چې امریکایي ځواکونو د هرمز تنګي ته نږدې پر یوې سوداګریزې کښتۍ د تهران له وروستي برید وروسته، په ایران کې دننه پر څو هدفونو اضافي بریدونه کړي دي.

سینټکام د شنبې په ورځ وویل چې ځواکونو یې دا بریدونه د جون پر ۲۷مه "د اعلی سرقومندان په لارښوونه" ترسره کړي دي.

دې قومندانۍ ویلي چې دا بریدونه وروسته له هغه وشول چې ایراني ځواکونو د "M/T Kiku" په نوم یوه کښتۍ په یو طرفه بریدګر ډرون وویشتله. د پاناما بیرغ لرونکې دې کښتۍ د هرمز تنګي ته نږدې په داسې حال کې حرکت کاوه چې له ۲ ملیونو څخه ډیر بیرله خام تېل پکې بار وو.

سینټکام وویل: "سینټکام نن دا بریدونه د سوداګریزو کښتیو پر وړاندې د ایران د پرله پسې تیري په مستقیم ځواب کې ترسره کړل."

اعلامیه زیاتوي چې د امریکا پوځي الوتکو د ایران پوځي څارنیز بنسټونه، مخابراتي سیستمونه، د هوایي دفاع سایټونه، د ډرون د ذخیره کولو ځایونه او د ماین ایښودلو تجهیزات په نښه کړي دي.

دې قومندانۍ ویلي چې د هرمز له تنګي څخه د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ دوام لري او امریکایي ځواکونه "بیدار، مرګوني او چمتو دي."

د ایران په سویل کې د چاودنو راپورونه
د ایران دولتي تلویزیون راپور ورکړی چې د یکشنبې په سهار د ایران په سویل کې د "سیریک" په ښار کې څو چاودنې اوریدل شوې دي.

دې رسنۍ د یوه نظامي سرچینې له قوله ویلي چې توغندي په "طاهرويي" کلي کې د مخابراتو پر یوې انتن لګیدلي دي.

د ایران "فارس" خبري اژانس په جلا توګه راپور ورکړی چې د ایران په سویل کې د "قشم" ټاپو په "میسین" کلي کې هم د چاودنې غږ اوریدل شوی.

د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کوم معلومات نشته.

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سینټکام) د یکشنبې په ورځ په ایران کې پر څو هدفونو د اضافي بریدونو اعلان وکړ او ویې ویل چې امریکایي ځواکونو د ایران پوځي څارنیز بنسټونه، مخابراتي سیستمونه، د هوایي دفاع سایټونه او د ډرون اړوند تاسیسات وروسته له هغه په نښه کړل چې تهران یې د هرمز تنګي ته نږدې د سوداګریزو کښتیو پر وړاندې په پرله پسې اقداماتو تورن کړ.

 

وپلټۍ
په جنوبي لبنان کې د "عملیاتي فعالیت" پر مهال یو اسرائیلی اشغالګر سرتیری مړ او بل ټپي شو.
زیلینسکي پر روسي نظامي تاسیساتو د مخکې له مخکې بریدونو امر وکړ
د شیکاګو ښاروال برانډن جانسن اګست میاشت د "ترکي میراث میاشت" اعلان کړه
ټرمپ: د وروستۍ هوکړې له مخې د ایران لخوا د بېړیو پر تګ راتګ د فیس اخیستل "د منلو وړ نه دي"
وینزویلا د دوو زورورو زلزلو له امله چې لږترلږه ۳۲ کسان پکې وژل شوي، بېړنی حالت اعلان کړ
د امریکا ولسمشر ټرمپ وايي چې د ناټو په سرمشریزه کې د تورکیې د ولسمشر اردوغان په خاطر ګډون کوي.
افغان پلاوي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر: د اسرائیلو له پاروونکو اقداماتو سره سره به په سیمه کې سوله بریا ومومي
قطر: د ایران د بیارغونې لپاره وړاندیز شوی ۳۰۰ ملیارده ډالري فنډ لاهم یو "لوړ هدف" دی
په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته د راغلو کډوالو شمېر د تیر کال په پرتله ۲۵.۲ سلنه زیات شوی دی
ملګري ملتونه: په غزه کې نږدې ۱.۷ میلیونه بې ځایه شوي فلسطینیان له ناورین سره مخ دي
ایران دا ادعا رد کړه چې ګواکې ازادې شوې پیسې باید پر امریکايي توکو مصرف شي
مارکو روبیو منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ؛ خلیجي متحدین د ایران په اړه د لازمو ځوابونو په تمه دي
روسیه وايي تېره شپه یې د اوکراین ۳۲۳ ډرون الوتکې نسکورې کړې دي
د امریکا سنا مجلس د جګړې د واکونو پریکړه لیک تصویب کړ