منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د اردن په سویل کې پر یوې کلیسا په وسله وال برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي
دولتي تلوېزیون راپور ورکوي، دوو نامعلومو وسله والو په 'کرک' ولایت کې د یوې کلیسا دننه ډزې کړي او وروسته تښتېدلي دي؛ په دې پېښه کې لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د اردن په سویل کې پر یوې کلیسا په وسله وال برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي
د اردن په سویل کې پر یوې کلیسا په وسله وال برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي

د اردن په سویل کې د یوې کلیسا دننه په وسله وال برید کې لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰ نور ټپیان دي.

یوې امنیتي سرچینې دولتي تلوېزیون «المملکه» ته ویلي، دوو نامعلومو وسله والو د جمعې په ورځ د 'کرک' ولایت په 'حمود' (Hammoud) کلیسا کې دننه ډزې وکړې. دې سرچینې زیاته کړه چې د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی.

د 'پترا' په نوم د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د اردن د عامه امنیت ریاست تایید کړې چې په دغه برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.

پترا اژانس راپور ورکړی: "چارواکي د شکمنو کسانو په لټه کې دي او هغوی تعقیبوي."

یوه عیني شاهد المملکه تلوېزیون ته ویلي چې وسله وال په یوه موټر کې راغلل او له تېښتې وړاندې یې پنځه دقیقې پرله پسې ډزې وکړې.

شاهد وویل چې د برید پر مهال د کلیسا دننه او شاوخوا کې له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ پورې کسان موجود وو. هغه زیاته کړه چې د ډېری قربانیانو عمرونه د ۵۰ او ۷۰ کلونو ترمنځ دي.

د حکومت د اړیکو وزیر محمد المومني وویل چې امنیتي ځواکونه په څېړنو بوخت دي او د جزیاتو له ترلاسه کېدو سره سم به تایید شوي معلومات له خلکو سره شریک کړي.

کرک په دغه سلطنتي هېواد کې د یوې لویې عیسوي ټولنې مېشت ځای دی.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې