پولیس وايي، په فیرفیلډ کې د فراغت له مراسمو وروسته ډزې شوې دي چې په پایله کې یې یو ۱۸ کلن ځوان وژل شوی او د یوه ۱۱ کلن ماشوم په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي دي.
چارواکو د پنجشنبې په ورځ تایید کړه چې د چهارشنبې په ماښام د شمالي کالیفورنیا په فیرفیلډ کې د یوې عالي لېسې د فراغت مراسمو ته څېرمه په ډزو کې یو ۱۸ کلن ځوان وژل شوی او د یوه ۱۱ کلن ماشوم په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي دي.
اېبيسي نیوز (ABC News) د فیرفیلډ د پولیسو د ادارې په حواله راپور ورکړی چې دا ډزې د ماښام په شاوخوا ۷:۱۵ بجو د فیرفیلډ عالي لېسې په پارکینګ کې هغه مهال وشوې چې د "سیم یتېو" (Sem Yeto) عالي لېسې د فراغت مراسم پای ته ورسېدل.
چارواکي وايي په قربانیانو کې یو ۱۸ کلن ځوان شامل دی چې په پېښه کې یې ساه ورکړې، پداسې حال کې چې یو ۱۱ کلن، یو ۲۰ کلن او یو ۲۵ کلن درې تنه نور په ډزو کې ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي چې سیمې او خلکو ته نور کوم ګواښ نشته او زیاته یې کړه چې په دغو مراسمو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو برخه اخیستې وه، چې له همدې امله څېړونکي له سلګونو احتمالي شاهدانو سره مخ دي.
د پولیسو ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي: "څېړونکي دا مهال د شاهدانو په پېژندلو او له هغوی سره په مرکو بوخت دي او په فعاله توګه د څېړنو لړۍ پر مخ بیايي."
چارواکو تر اوسه د کوم مشکوک کس یا کسانو په اړه معلومات نه دي شریک کړي او لا هم څرګنده نه ده چې وژل شوی ۱۸ کلن ځوان پخپله هم له لېسې فارغ شوی زده کوونکی و که نه.
د فیرفیلډ-سیسون متحدې تعلیمي حوزې په دې اړه ویلي: "زموږ همدردي له هغو کسانو سره ده چې له دې پېښې اغېزمن شوي دي."



















