نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په جاپان کې د ۷.۴ درجې زورورې زلزلې سونامي راوپاروله او د 'بولټ' اورګاډو تګ راتګ یې ودراوه
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د معلوماتو  له مخې، دا زلزله د ګرینویچ په وخت په ۰۷:۵۲ بجو ثبت شوې او مرکز یې د ایواتې (Iwate) ولایت د "میاکو" ښار څخه نږدې ۷۱ مایله لیرې په سمندر کې و.
په جاپان کې د ۷.۴ درجې زورورې زلزلې سونامي راوپاروله او د 'بولټ' اورګاډو تګ راتګ یې ودراوه
په جاپان کې د ۷.۴ درجې زورورې زلزلې سونامي راوپاروله او د 'بولټ' اورګاډو تګ راتګ یې ودراوه / Reuters
2 ساعته مخکې

د جاپان په شمالي او شمال ختیځو ساحلي سیمو کې د نږدې ۱۰ فټه (۳ متره) لوړې سونامي خبرداری ورکړل شوی دی.
د ځايي وخت له مخې، د دوشنبې په ماښام په جاپان کې د ۷.۴ درجې یوې زورورې زلزلې ټکانونه احساس شوي، چې ورسره د هېواد په شمالي او شمال ختیځو برخو کې د سونامي څپې هم لیدل شوې دي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د معلوماتو  له مخې، دا زلزله د ګرینویچ په وخت په ۰۷:۵۲ بجو ثبت شوې او مرکز یې د ایواتې (Iwate) ولایت د "میاکو" ښار څخه نږدې ۷۱ مایله لیرې په سمندر کې و. د جاپان حکومت د زلزلې کچه ۷.۵ ثبت کړې او د اوموري، هوکایدو او ایواتې ولایتونو د ارام سمندر پر ساحلي سیمو یې د سونامي خبرداری ورکړی دی.

د حکومت لخوا په خپره شوې خبرتیا کې راغلي: "هغه کسان چې په ساحلي سیمو یا د سیندونو غاړو ته نږدې دي، همدا اوس لوړو او خوندي ځایونو ته لاړ شي."

د "کیودو نیوز" په وینا، په اوموري او ایواتې ولایتونو کې د سونامي لومړنۍ څپې لیدل شوې دي. چارواکو خبرداری ورکړی چې د سونامي د څپو لوړوالی ۳ مترو (نږدې ۱۰ فټو) ته رسېدلی شي.
چارواکو ویلي چې په اوموري او میاګي ولایتونو کې په اټومي بټیو (فابریکو) کې کومه "غیرعادي پېښه" نه ده راپور شوې. بلخوا، له زلزلې وروسته چارواکو د پلازمینې توکیو او اوموري ولایت ترمنځ د چټکو (بولټ) اورګاډو تګ راتګ په بشپړه توګه وځنډاوه.

د جاپان لومړۍ وزیرې "سانای تاکایچي" په زلزله ځپلو سیمو کې له خلکو وغوښتل چې د احتمالي سونامي له امله هر څومره ژر چې کیږي "لوړو سیمو" ته پناه یوسي.

د دې راپور تر خپرېدو پورې، د کوم ځاني یا مالي زیان سمدستي راپور نه دی ورکړل شوی.

وپلټۍ
اردوغان د انتالیا ډیپلوماسۍ په فورم کې د نړیوال بحران خبرداری ورکړ او پر ډیپلوماسۍ يي ټینګار وکړ
الشرع: سوریه داسې امنیتي تړون غواړي چې د ۱۹۷۴ کال پولو ته د اسرائیل شاتګ تضمین کړي
ټرمپ:امریکا به د "ګڼو کیندونکو ماشینونو" په کارولو د ایران یورانیم لیرې او خپل هېواد ته راانتقال کړي
ولسمشر اردوغان: پر ایران غیر قانوني بریدونو په سیمه کې امنیتي خطرونه زیات کړي
د پاکستان او افغانستان ځیني سیمي نثبتآ قوي زلزلې ولړزولې.
ایران د هرمز تنګی د ټولو کښتیو پر مخ پرانیسته.
ملګري ملتونه: د غزې په جګړه کې ښځو او نجونو ته تر ټولو ډيره مرګ ژوبله اوښتې
د تورکیې، مصر، پاکستان او سعودي د بهرنیو چارو وزیران به د انتالیا د ډیپلوماسۍ په فورم کې سره وګوري
پنټاګون : له افغانستان نه د وتلو د بهیر د څیړولو په موخه لیدنې پایته رسیدلي دي
اسرائيلو د غزې د اوربند د نوي سرغړونې په ترڅ کې د ماشوم په ګډون څلور فلسطینیان ووژل
هاکان فیدان د انتالیا د ډیپلوماسۍ فورم څخه مخکې د سوریې له ولسمشر الشرع سره لیدنه وکړه
پولنډ په غزه کې د سرغړونو له امله پر اسرائیل سختې نیوکې وکړې
د تورکیې او سومالیا ولسمشرانو د انرژۍ همکارۍ او سیمه ییزو مسلو په اړه خبرې وکړې
اردوغان: سیمه ییز فعالان د سولې او امنیت لپاره کلیدي رول لري
ایران د هرمز تنګي د ټرانزیټ له فیسونو څخه په کال کې د ۱۵ میلیارده ډالرو عایدو تمه لري