نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
جي ډي ونس: د دوحې د خبرو په اړه د ایران انکار یو 'فارسي مذاکراتي تاکتیک' دی
د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس ویلي چې د روانو خبرو په اړه د ایران عامه انکار یو "فارسي مذاکراتي تاکتیک" دی، په داسې حال کې چې هغه تایید کړه چې د واشنګټن او تهران ترمنځ تخنیکي خبرې روانې دي.
جي ډي ونس: د دوحې د خبرو په اړه د ایران انکار یو 'فارسي مذاکراتي تاکتیک' دی
جي ډي ونس: د دوحې د خبرو په اړه د ایران انکار یو 'فارسي مذاکراتي تاکتیک' دی

د امریکا د ولسمشر مرستیال تایید کړه چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د سولې د وړاندیز شوي چوکاټ په اړه تخنیکي خبرې اترې او پراخې ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس ویلي چې د روانو خبرو په اړه د ایران عامه انکار یو "فارسي مذاکراتي تاکتیک" دی، په داسې حال کې چې هغه تایید کړه چې د واشنګټن او تهران ترمنځ تخنیکي خبرې روانې دي.

ونس د سه شنبې په ورځ له "مایکل نولس شو" سره په مرکه کې وویل: "ټاکل شوې خبرې وې، په حقیقت کې تخنیکي خبرې اترې، چې زموږ د پخوانیو مذاکراتو پر بنسټ ترسره کېږي. دا خبرې به خامخا نن (چهارشنبه) ترسره شي."

هغه د تهران عامه څرګندونې "په زړه پورې او ناهیلي کوونکې" وبللې او یادونه یې وکړه چې ایراني چارواکي که څه هم تخنیکي بحثونه مني، خو د سولې له خبرو انکار کوي. هغه وویل: "دوی به ووایي، 'نه، نه، د سولې خبرې نه دي روانې، بلکې یوازې د سولې د تړون په اړه د امریکا او ایران ترمنځ تخنیکي خبرې روانې دي.' دا یو فارسي مذاکراتي تاکتیک او یو فارسي کلامي هنر دی چې زه پرې نه پوهېږم."

ونس له فاکس نیوز سره په یوه جلا مرکه کې، وویل چې واشنګټن د ایران پر خبرو نه، بلکې پر کړنو تمرکز کوي. هغه استدلال وکړ چې په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ لپاره باید تهران "رښتیني امتیازات" ورکړي. هغه زیاته کړه: "موږ ځینې مثبتې نښې ګورو او ځینې منفي نښې هم شته. ولسمشر موږ ته ویلي چې پر ستونزې کار وکړو او وګورو چې مذاکرات کومې خواته ځي، او که ډیپلوماتیکې هڅې بریالۍ پایلې ته ونه رسېږي، موږ لا هم ډېر انتخابونه لرو."
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې ایران په دوحه کې د لیدنې غوښتنه کړې، د سپینې ماڼۍ استازي سټیو ویټکوف او جیرډ کوشنر د قطر پلازمېنې ته سفر وکړ. خو ایران د واشنګټن سره هر ډول مستقیمې خبرې رد کړي او ویلي یې دي چې یوازې د منځګړو له لارې مشورې دوام لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وویل: "هغه څه چې نن (چهارشنبه) به په دوحه کې ترسره شي، د تفاهم لیک  د مادو د پلي کولو په اړه بحث دی، چې په هغه کې د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول هم شامل دي چې له قطري لوري سره دي."

په ورته وخت کې، یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي چې ویټکوف او کوشنر به په دوحه کې د قطر له لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني او نورو منځګړو سره وګوري ترڅو د هوکړې په اړه سیمه ییزو خبرو ته دوام ورکړي.

د ایران په اړه د امریکا د ادارې پر چلند د نیوکو په ځواب کې، ونس د ټرمپ د تګلارې ننګه وکړه او ویې ویل چې ولسمشر ښودلې چې کله اړتیا وي د نظامي ځواک کارولو ته چمتو دی، خو یوازې د ځانګړو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره. ونس د منتقدینو په اړه وویل: "د هغوی چلند یوازې د بمونو غورځول دي، خو دوی نشي تشریح کولی چې هدف یې څه دی. ولسمشر وايي، زه بمباري ته چمتو یم، خو یوازې هغه وخت چې یو هدف ترلاسه کړي."

د واشنګټن او تهران ترمنځ تفاهم لیک، چې د پاکستان په منځګړیتوب رامنځته شوی و، د جون پر ۱۸مه د ایراني ولسمشر مسعود پزشکيان او ټرمپ لخوا په الکترونیکي ډول له لاسلیک کېدو وروسته نافذ شو.

وپلټۍ
اردوغان : په انقره کې د ناټو سرمشریزه به د 'تجربو شریکولو لپاره تر ټولو پیاوړی پلیټ فارم' وي
کالیفورنیا کې د نړیوال جام د مینه والو د راټولېدو ځای ته نږدې په ډزو کې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی
تورکیې د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو په اړه د اسرائیلو اقدام وغنده
سوریې ددې هیواد  په قنیطره او درعا کې د اسرائیلو ننوتل او توپچي بریدونه وغندل
د ایران او امریکا لخوا په یو بل وروستیو بریدونو د ونډو بازارونه ګډوډ او د تیلو بیې لوړې کړې
تورکیې په سعودي عربستان کې  د آرامکو چورلکې د خونړۍ پېښې له امله تسلیت او خواخوږي وړاندې کړه.
پاکستان وايي د افغانستان دننه  د ترهګرو ډلو پر اهدافو يي بریدونه کړي، ۲۹ کسان وژل شوي
د پاکستان په کراچۍ ښار کې پر امنیتي ځواکونو په ترهګریز برید کې درې تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ
اسرائیلو په غزه کې د بې ځایه شویو  پر خیمو بریدونو کې ۳ فلسطینیان شهیدان او ۲۵ نور ټپیان کړل
ایران پر بحرین او کویټ د بریدونو ادعا وکړه او له امریکا سره یې د خبرو اترو د درولو ګواښ وکړ
امریکایي ځواکونو په ایران کې پر څو هدفونو تازه بریدونه کړي دي
افغانستان او پاکستان زورورې زلزلې ولړزول
بورکینافاسو له فرانسې سره ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې
تورکیه او کاناډا وایي په انقره کې د ناټو د سرمشریزې دمخه د اړیکو په پیاوړتیا کار کوي
په وینزویلا کې د غبرګو زلزلو له امله د مړو شمېر ۹۰۰ څخه واوښت؛ د ژغورنې عملیات لا هم روان دي