نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړ چې نړۍ د منځني ختیځ د پراخې جګړې په درشل کې ده
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش خبرداری ورکړی چې نړۍ "د یوې پراخې جګړې په څنډه کې ده" چې کولی شي په ټوله نړۍ کې د ډراماتیک پایلو سره منځنی ختیځ ونیسي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړ چې نړۍ د منځني ختیځ د پراخې جګړې په درشل کې ده
د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړ چې نړۍ د منځني ختیځ د پراخې جګړې په درشل کې ده / AP
15 ساعته مخکې

انتونیو ګوتریش وايي: "کله چې د هرمز تنګی بند شي، د نړۍ تر ټولو بې وزله او زیان منونکي خلک ساه نشي اخیستلی."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش خبرداری ورکړی چې نړۍ "د یوې پراخې جګړې په څنډه کې ده" چې کولی شي په ټوله نړۍ کې د ډراماتیک پایلو سره منځنی ختیځ ونیسي.

ګوتېرش د پنجشنبې په ورځ د نیویارک په ښار کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل: "موږ د یوې پراخې جګړې پر څنډه ولاړ یو چې منځنی ختیځ به تر خپلې ولکې لاندې راولي او په ټوله نړۍ به ژور اغېز ولري."

هغه په مستقیم ډول له مهمو خواوو سره په خبرو اترو کې له متحده ایالاتو او اسرائيلو وغوښتل چې جګړه ودروي.

هغه وویل: "اوس یې وخت دی چې دا جګړه ودرول شي، ځکه چې دا پراخه انساني کړاوونه رامنځته کوي او لا دمخه یې ویجاړونکي اقتصادي پایلې رامینځته کړي دي."

هغه په ایران هم غږ وکړ چې په خپلو ګاونډیو بریدونه ودروي، ټینګار یې وکړ چې "شخړې پخپله پای ته نه رسیږي" مګر یوازې "کله چې مشران د ویجاړۍ پرځای خبرې اترې غوره کړي."

ګوتېرش د نړیوال اقتصاد پر ارزښتونو هم ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې د هرمز تنګي اوسنی ګډوډي د مهمو توکو جریان بندوي.

هغه وویل: "کله چې د هرمز تنګي بند شي، د نړۍ تر ټولو بې وزله او زیان منونکي خلک ساه نشي اخیستلی."

وپلټۍ
په اندونیزیا کې د  ریښتر په کچه د ۷.۴ درجې زورورې زلزلې له امله  یو تن ژوند د لاسه ورکړی
لبنان: د اسرائيلو بریدونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ نور کسان وژلي دي
د امریکا سفارت په بغداد کې د نږدې بریدونو د خطر له امله له امریکایانو وغوښتل چې له عراقه ووځي
ایټالیا د لامپیدوسا ټاپو ته نږدې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ګڼشمیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړی دی
ایران پر اسرائیل د توغندیو پراخه بریدونه کړي
د بریتانیا لومړی وزیر سټارمر: د ایران جګړه د بریتانیا جګړه نه ده
اردوغان: اسرائیل له ایران سره د "غیرقانوني جګړې" اصلي مسؤل دی
پاکستان او افغانستان په چین کې د خپلمنځۍ روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې کوي
ایران د قطر په  اوبو کې د تېلو یوه ټانکر کښتۍ وویشتله
تورکیې د اسرائیل د پارلمان لخوا فلسطینیانو ته د اعدام سزا ورکولو په اړه د قانون تصویبول وغندل
د ټرمپ پخوانی سلاکار : د نتانیاهو زوی له میامي څخه وباسۍ او د جګړې لومړۍ کرښې ته يي ولیږۍ
په روسیه کې د یوې پوځي الوتکې د سقوط له امله په الوتکه کې سپرو ټولو ۲۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی.
مارکو روبیو : امریکا ښايي د ایران له جګړې وروسته له ناټو سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي
د تورکیې د استخباراتو مشر ابراهیم قالن د غزې د سولې پلان په اړه د حماس د پلاوي سره لیدنه وکړه.
تورکیې فوټبال ملي لوبډلې کوسوو ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لاره وموندله