منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
محمد باقر قالیباف وویل چې له امریکا سره جګړه به د ایران په 'تسلیمۍ' پای ته ونه رسېږي.
د ایران جګپوړي مذاکره کوونکي محمد باقر قالیباف ویلي چې له متحده ایالاتو سره په روانه شخړه کې به ایران هیڅکله تسلیمۍ ته غاړه کینږدي . دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې په روانه اونۍ کې د دواړو پخوانیو دښمنانو ترمنځ یو ځل بیا متقابل بریدونه پیل شول.
محمد باقر قالیباف وویل چې له امریکا سره جګړه به د ایران په 'تسلیمۍ' پای ته ونه رسېږي.
محمد باقر قالیباف وویل چې له امریکا سره جګړه به د ایران په 'تسلیمۍ' پای ته ونه رسېږي.

محمد باقر قالیباف وایي چې تهران پر واشنګټن باور نه لري او د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو له نوي تبادلې وروسته به د خپلو ګټو دفاع ته دوام ورکړي.

د ایران جګپوړي مذاکره کوونکي محمد باقر قالیباف ویلي چې له متحده ایالاتو سره په روانه شخړه کې به ایران هیڅکله تسلیمۍ ته غاړه کینږدي . دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې په روانه اونۍ کې د دواړو پخوانیو دښمنانو ترمنځ یو ځل بیا متقابل بریدونه پیل شول.

د ایسنا (ISNA) خبري اژانس د راپور له مخې، قالیباف چې د ایران د پارلمان رئیس هم دی، د جمعې په ورځ وویل: "د جګړې پای ته رسول د نړۍ د هېوادونو لومړیتوب دی، خو هر څوک باید پوه شي چې دا مقابله به هېڅکله د ایران په تسلیمۍ پای ته ونه رسېږي."

نوموړي د اندونیزیا د ولسي مشورتي جرګې له رئیس سره په لیدنه کې زیاته کړه: "کله چې امریکایان له شوي تفاهم (هوکړې) څخه سرغړونه کوي، موږ خپلې دفاع ته بشپړ چمتو یو. موږ به د هغوی پر وړاندې په کلکه ولاړ وو او د ایراني ملت حقونه به خوندي کړو."

امریکا او ایران په روانه اونۍ کې څو ځله پر یو بل بریدونه کړي دي. واشنګټن پر تهران تور پورې کړی چې سوداګریزې کښتۍ یې په نښه کړې دي او بیا یې غچ اخیستونکي بریدونه کړي. ایران په ځواب کې ویلي چې په منځني ختیځ کې یې د امریکا تاسیسات په بې پیلوټه الوتکو او توغندیو ویشتلي دي.

دا نوی تاوتریخوالی یوازې درې اونۍ وروسته له هغه رامنځته کېږي چې واشنګټن او تهران یو تړون لاسلیک کړ چې هدف یې د څو میاشتني اوربند په دایمي سوله بدلول و. خو د پنجشنبې په ورځ د دویمې پرله پسې ورځې لپاره د متقابلو بریدونو په سیمه کې د یوې پراخې جګړې د پیلیدو وېره زیاته کړې ده.

قالیباف وویل چې د مذاکراتو پر مهال یې د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس (JD Vance) ته ویلي و: "موږ پر تاسو هېڅ باور نه لرو." هغه زیاته کړه: "زما په نظر، له امریکا سره یوازې هغه کسان خبرې کولی شي چې جګړې ته چمتو وي."

بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې له ایران سره یې پر نورو خبرو اترو موافقه کړې، که څه هم هغه خپله دا ادعا تکرار کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند پای ته رسېدلی دی.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د وروستي تاوتریخوالي له امله، د جمعې په ورځ د منځګړي قطر یو پلاوی د خبرو اترو لپاره ایران ته رسېدلی دی.

 

وپلټۍ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي
ایران وايي په بحرین او کویټ کې  په ۸۵ امریکايي مرکزونو توغندیز بریدونه کړي دي
امریکا پر ایران باندې د بریدونو نوې څپه پیل کړه
اردوغان په انقره کې د ناټو سرمشریزې په مېلمستیا کې د مشرانو کوربه توب وکړ
د تورکیې ولسمشر په پلازمینه انقره کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر  ټرمپ سره لیدنه وکړه
د افغانستان د کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د اوږدې مودې ناروغۍ نه وروسته وفات شو.
کرملین: د انقرې د ناټو سرمشریزه له نږدې څارو
د انقرې ناټو سرمشریزه د دفاعي صنایعو د فورم په پرانیستلو سره پیل شوه
د سوریې په پلازمینه دمشق کې غبرګې چاودنې شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوسته د ترهګریز برید په پایله کې ۹ پولیس وژل شوي